- ليکوال: داکتر اووز
- ژباړه: داکتر عارف صديد
د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چارې او فعالیتونه د عصابو له خوا کنټرولیږي.
لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کوي.
۱- د سهار چای نه څښل: هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او عصاب کمزوري کېږي.
۲- زیاته ډوډۍ خوړل: هغه کسان چي زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.
۳- د سګرېټو څکول: د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.
۴- له بورې څخه زیاته استفاده: د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد ورو کېږي.
۵- ککړه هوا: د انسان دماغ په وجود کي تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي.
۶- بې خوبي او کم خوبي : خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې شي.
۷- د خوب پرمهال د سرپټول: کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات کي.
۸- د ناروغۍ پر مهال ډیر ذهني کار : د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعني مطالعه کول او پر دماغ باندي فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کي کموالی راولي.
۹- د هڅوونکو فکرونو نشتوالی: انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، څو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کي ذهن کمزوری کېږي.
۱۰- لږ خبرې کول: ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي.