کرکیټ نړیوالي شورا د راشدخان ستاینه کړې!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا د افغان کرکیټ ملي لوبډلي نوموتی لوبغاړی راشدخان ارمان ستایلی.
دې شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پانه لیکلي، چي راشد خان ارمان په ۱۱۱ شل آوریزه سیالیو کي ۲۳۰ ویکیټي اخیستي او په هره لوبه کي ئې د منډو ورکولو اوسط ۱۵.۷۰ دئ.
د دې ترڅنګ د کرکیټ نړیوالي شورا د راشدخان ارمان د ویکیټو سره د اور د لمبې نښان ورکړی، چي موخه یې ورڅخه په کمو لوبو کي د زیاتو ویکیټو اخیستل دي.

راشد خان د کرکیټ نړیوالي شورا لخوا د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي لومړی ځای لري.
د هغه ترڅنګ دې شورا راشد خان آرمان په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ ۶م آلراونډر لوبغاړی ټاکلی.
۲۱ کلن راشدخان ارمان په ډېره کمه موده کي نړیوالو ته ځان وښودی.
هغه د ملي لوبډلي ترڅنګ د هند، آسټرالیا، انګلستان او ګڼو نورو هیوادونو په لیګونو کي لوبېدلی او خورا ښه ځلېدلی.