د افغانستان روباټ جوړوونکې نجونې او د کرونا پر وړاندې مبارزه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
  • ژباړه: ملیحه ناصري

افغانو روباټیکو نجونو له ارزانو او د لاسرسي وړ توکو څخه کرونايي ناروغانو ته د وینټلیاټور بدیله وسیله جوړه کړې.
دا وسیله کولی شي چې د کرونا د خپراوي په ناورین کې ناروغانو سره مرسته وکړي. د دې ډلې مشرې (سمیه فاروقي) وویل چې دا دستګاه موږ له ارزانه توکو جوړه کړې چې د هرات په بازار کې د لاسرسي وړ وو او د ډېر تولید امکان هم شته. دې وویل چې په هرات کې د قرنټین له وجهې د توکو پیدا کول سخت وو، خو دوی هڅه کړې د یادې دستګاه جوړولو په خاطر داسې وسایل وکاروي چې له بهره راوړلو ته یې بیا اړتیا پېښه نه شي.
د دې ډلې غړې فروناز پویا وویل چې د دې وسیلې د جوړولو وړاندیز د هرات ولایت مقام کړی و او د جوړې شوې وسیلې لومړنۍ طرحه د هغوی د تایید وړ ده.
د هرات د روباټیکو نجونو د ډلې غړي وايي چې د هېواد لپاره له بهره د وینټلیاټور پېرل سخت وو، نو موږ هڅه وکړه په هېواد دننه یې بدیله وسیله کړو چې د کویډ-۱۹ سختو ناروغانو سره پرې مرسته وشي.
د افغانستان روباټیکو نجونو تر دې دمخه هم د څو بېلابېلو اختراعګانو په ثبتولو سره هېواد ته ډېر ویاړ وربښلی دی.