- ژباړه: نسیمه محمدي
خوب د جسمي او رواني سلامتیا لپاره واجب دی. کم خوب د روغتیا لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله زیانونه لري. روغتیايي متخصصان سپارښتنه کوي چې د ۱۸ — ۶۰ کلونو عمر لرونکي باید په یوه شپه او ورځ کې ۷ ساعته خوب وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې ترسره شوې څېړنې ښيي ۳۵٪ لویان، بشپړ خوب نه لري.
هغوی چې د روغتیاپالانو سپارښتنې عملي کوي، باید شپه او ورځ کې له ۱۷ ساعتونو ډېر ويښ پاتې نشي. له دې زیات ویښ پاتې کېدل، د خوب له کمښت سره مخ کېدل دي.
د مطلب په دوام کې د هر کس لپاره د خوب او ویښ پاتې کېدو اندازه او د ۷۲ ساعتونو بې خوبۍ زیاونونه څېړو. د بې خوبۍ لنډمهاله او اوږدمهاله زیانونه او د کافي خوب په اړه غږېږو.
- څومره وخت ویښ پاتې کېدای شو؟
د بېلابېلو وګړو لپاره د خوب اندازه توپیر لري او د شخص په عمر پورې تړلې ده، مثلاً نوي زېږېدلي ماشومان تر لویانو دوه برابره خوب ته اړتیا لري. د دې سره لا څرګنده نه ده، چې انسان د څومره وخت لپاره بې خوبه تېرولای شي. د ۲۰۱۵م د ترسره شوې څېړنې له مخې، د خوب نه کولو نړیوال ریکارډ، ۲۶۶ ساعته دی، له ۱۱ ورځو لږ څه ډېر.
د کم خوب پېژندل شوې او مشهوره تجربه، په ۱۹۶۴م پېښه شوه. په دې کال د رنډي ګارډنر (Randy Gardner) په نامه زدهکوونکي وکولای شول، ۲۶۴ ساعته ويښ پاتې شي. د یوولسمې ورځې په وروستیو کې، ګارډنر په پارانوئيد اخته او په هذیان/ اپلتو ویلو پیل وکړ. راپورونه وايي، ګارډنر پرته له دې چې د خوب د کمښت له امله په اوږدمهاله یا لنډمهاله جسمي او روحي ناروغۍ اخته شي، روغتیا ومونده.
- د خوب کموالی
د خوب کموالی یا محرومیت هغه وخت رامنځته کېږي، چې شخص د بدن د اړتیا وړ خوب کم ویده کېږي. د کم خوب نښې په هر شخص کې توپیر کوي. ماشومان او ځوانان له لویانو ډېر خوب ته اړتیا لري، ځکه د هغوی ماغزه لا د ودې په حال کې دي. د همدې امله د کم خوب عوارض شاید په ماشومانو کې شدید او اوږدمهاله وي.
په لویانو کې د کم خوب نښې
- د ورځې په اوږدو کې ستړیا یا خوبجنتیا؛
- په هوښیارۍ، حافظې او تمرکز کې ستونزه؛
- د تعادل د لاسه ورکول؛
- د اشتها زیاتوالی؛
- په خُلق او خوی کې بدلون.
اوږدمهاله او مزمنه بې خوبي کولای شي، لکه زیات چاغوالی، شکر او د قلبي ناروغیو ته ورته ګواښ زیات کړي.
- کم خوب د مرګ لامل کېدای شي!؟
ځینې وختونه د خوب کمښت وژونکي وي. مثلاً د خوب کموالی د حاد یا ناڅاپي ناروغیو خطر زیاتوي. په امریکا کې د ۲۰۱۵م د شمېرو له مخې، ۹۰ زره ترافیکي پېښې د بې خوبۍ له امله رامنځته شوې. په ۲۰۱۷م کې هم، کمخوبۍ په دې هېواد کې د ۷۹۵ کسو ژوند اخیستی.
د بې خوبۍ مرګونې کورنۍ (Fatal Familial Insomnia) غوندې کمساری اختلال هم شته، چې د مرګ لامل ګرځي. دا حالت، یوه ارثي ناروغي ده، چې د پرویون پروټین (PRNP) په تولیدېدونکي جِن کې څپاند کېدو په خاطر، جوړېږي. دا په حرکت راغلی جن غبرګ پریونوونه تولیدوي، چې په تالاموس کې ذخیره او ډکېږي، یعنې د مغز هماغه برخه چې خوب تنظیموي.
دا ناروغي معمولا په منځني عمر کې ظاهر او عبارت دي له:
- ملایمه او نرمه بې خوبي چې ورو ورو بترېږي.
- د وزن کمښت؛
- د اشتها کموالی؛
- د بدن د تودوخې بدلون؛
- په چټکۍ د عقلي زوال پیلېدل.
اوس مهال دې ناروغۍ ته هېڅ ډول درملنه نشته او د لومړیو نښو له ښکارېدو وروسته له ۱۶ — ۱۸ میاشتو په موده کې شخص مري.
- که ۲۴ ساعته ويده نشو، څه به وشي؟
د بې خوبۍ اغېز له ۲۴ ساعته وروسته څرګندېږي. ۲۴ ساعته بې خوبي لکه په وینه کې ۰،۱٪ الکول. امریکا کې د موټر چلولو پر مهال په وینه کې د ۰،۰۸٪ الکولو شتون، ناقانوني دی.
۲۴ ساعته بې خوبي دا زیانونه لري:
- ګنسیت او خوبجنتیا؛
- په تمرکز او یاد راوړلو کې ستونزه؛
- د تعادل کمېدل؛
- په پرېکړو کې اختلال؛
- په لنډمهاله حافظه کې ستونزه؛
- د ادرینالین او کورتېزول هورمون زیاتېدل، چې د استرس هورمونه دي؛
- د وینې ګلوکوز زیاتېدل؛
- د ناڅاپي ناروغیو زیاتېدل؛
- د عضلاتو رپېدل.
د دې ټولو لامل دا دی چې مغز هڅه کوي د «موضعي خوب» حالت ته په داخلېدو، انرژي ذخیره کړي. په دې حالت کې مغز په یوه برخه کې نیورونونه فعال او په بله برخه کې نافعال ساتي. د دې ناروغۍ لرونکي په ښکاره ويښ دي، خو د پېچلو چارو تر سره کولو وړتیا یې کمېږي.
کم خوب د خوب او ويښتیا طبیعي پریود هم ګډوډوي، چې د ودې په هورمون، اشتها، ميتابولیزم، استرس او دفاعي سیسټم اغېز ښندي.
- که دوې ورځې یا ۴۸ ساعته ویده نشو، څه به وشي؟
په ډېر ویښ پاتې کېدو سره د بې خوبۍ شدت زیاتېږي. د ۴۸ ساعته بې خوبۍ وروسته د شخص د پيژندګوۍ چاره خرابه او ستړې کېږي. په دې پړاو کې مغز ورو ورو د لنډې مودې لپاره لا شعوري حالت ته ځي، چې (Microsleep) نومېږي. دا حالت شاید څو شېبې دوام وکړي.
د ۷۲ ساعته بې خوبۍ زیانونه
- بې حده ستړیا؛
- د څو فعالیتونو په هممهاله ترسره کولو کې ستونزه؛
- د حافظې او تمرکز شدیده ستونزه؛
- پارانوئید؛
- ژور خپګان؛
- د نورو سره په اړیکو کې ستونزه.
د بې خوبۍ لنډمهاله زیانونه
د بې خوبۍ لنډمهاله ستونزې د کافي خوب سره له منځه وړلای شو.
- خوبجنتیا؛
- د هوښیارۍ کموالی؛
- په پرېکړه کې اختلال؛
- د لنډمهاله حافظې ستونزې؛
- استرس/ خپګان؛
- د ناڅاپي ناروغیو امکان زیاتېدل.
د بې خوبۍ اوږدمهاله زیانونه:
- د وینې لوړ فشار،
- زیات چاغوالی،
- شکر،
- د زړه ناروغۍ،
- اضطراب یا خپګان،
- د جسمي ودې ځنډ.
د عمر له پلوه د خوب اندازه
- له ۳ میاشتو کم: ۱۴ تر ۱۷ ساعته خوب؛
- ۴ تر ۱۲ میاشتنی: ۱۲ تا ۱۶ ساعته خوب؛
- له ۱ تر ۲ کلن: ۱۱ تر ۱۴ ساعته خوب؛
- ۳ تر ۵ کلن: ۱۰ تر ۱۳ ساعته خوب؛
- ۶ تر ۱۲ کلن: ۹ تر ۱۲ ساعته خوب؛
- ۱۳ تر ۱۸ کلن: ۱۰ ساعته؛
- ۱۸ تر ۶۰ کلن: ۷ ساعته خوب؛
- ۶۱ تر ۶۴: ۷ تر ۹ ساعته؛
- ۶۵ او لوړ عمر لرونکي: ۷ تر ۸ ساعته خوب.
د دې ټولو سربېره، د کمیت تر څنګ، د خوب کیفیت هم ډېر مهم دی.