کرنې او مالدارۍ خونه: ګاونډي هیوادونه زموږ د چرګانو د روزنې سکټور ختمولو هڅې کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
راپور: بشر درویش

د کرنې او مالدارۍ خونه او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنه، په کابل کې د چرګانو د محصولاتو د پلور د مرکز په پرانیستې سره اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هګۍ دانه په اته افغانۍ او چرګ کیلو په ۱۱۰ افغانۍ او د چرګانو پروسس شوې غوښه کیلو په ۱۶۰ افغانۍ خرڅوي. هغوی وویل، چې دا پرېکړه یې د هېواد د فارم لرونکو په ژمني سره نیولی دی.
د پلور یاد مرکز، په رسمي ډول نن، د پېریدونکو پر مخ خلاص شو او په عمده او پرچون ډول د چرګانو محصولات (هګۍ او د چرګ غوښه) پر هېوادوالو خرڅوي.
د افغانستان کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي دا خبر ورکړی دی.
د کرنې او مالدارۍ د خونې د عامه اړیکو رییس عبدالنصیر رښتیا وویل:

«د وارداتو د منع کولو سره سره د چرګانو د غوښې په وړاندې کولو سره خپل وړتیاوې نندارې وړاندې کړل او اوس له هرات وروسته، په کابل کې د چرګانو د محصولاتو د پلور مستقیم مرکز په کار پیل وکړ.»

دغه راز د کرنې او مالدارۍ د خونې رییس معروف ظفر وویل، چې یاد مرکز هېواد کې خلکو ته د کرنیزو محصولاتو د اسانه لاس رسی په موخه په کابل کې پرانیستل شو او هره ورځ به د خلکو پرمخ خلاص وي.

د نورو مرکزونو ایجاد

نوموړي زیاته کړه؛ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه به ډېر ژر په کابل کې د توکو د پلور څلور نور مرکزونه هم ایجاد کړي، چې په کې ټول وطني تولیدات لکه د چرګانو غوښې، هګۍ، مېوې، سابه او د هېواد نور کرنیز توکي وپلورل شي.
ښاغلی ظفر وویل، چې دوی د وارداتو د مخنیوي غوښتونکي نه دي، خو د قانوني وارداتو پلوي کوي او باید د چرګانو د قاچاق څخه مخنیوي ووشي.
په همدې توګه د افغان معیار فارم مشر او په کابل کې د هېواد د چرګانو د محصولاتو د مرکز په جوړولو کې د افغانستان د چرګانو روزنې د ټولنې د مشرتابه غړی انصارالله بختانی وویل، دلته یو کیلو ژوندۍ چرګ په ۱۱۰ افغانۍ، د چرګانو یو کیلو پروسس شوې غوښه کیلو په ۱۶۰ افغانۍ او یو هګۍ په اته افغانۍ خرڅوو.

د افغان چرګانو د سکتور د ړنګولو هڅې

هغه د کرونا ویروس له خپرېدو څخه مخکې د هګیو د بیو په هکله وویل:
«ګاونډیان د افغانستان د چرګانو روزنې سکټور د له منځه وړلو په خاطر، د چرګانو محصولاتو په وارداتو کې واردوونکوته، سب سایډي ورکول او موخه یې یوازې د افغانستان د چرګانو روزنې د سکټور له منځه وړل و ترڅو زموږ دا سکټور له منځه ولاړ شي او هغوی وکولای شي، خپل هر محصول په هره بیه چې وغواړي، پر افغانستان وپلوري.»

د نه منلو بیې

په همدې حال کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ د خدمتونو رییس شکرالله وزیري وویل، کرونا پر هر سکټور اغېزې کړي، د چرګانو په سکټور کې څه باندې یو میلیارډه ډالر پانګونه شوې، خو کرونا پرې اغېزې کړي دي. د خوراکي توکو د کموالی او د وارداتو د منع کېدو په صورت کې، کرونا په دې برخه کې په ځانګړې توګه پر هګۍ ځانګړې اغېزې لرلي دي.
ښاغلي وزیري وویل، د کرنې وزارت مشرتابه هلې ځلې کوي، چې د هګیو بیې ټیټې کړي او خلکو ته په کافي اندازه هګۍ وړاندې شي، دولت او کرنې وزارت ته اوسنی بیې د منلو نه دي او باید ټیټ شي.

د یوې هګۍ بیه ۸۰ افغانۍ شوه – کرنې وزارت

هغه وویل، چې افغانستان هلې ځلې کوي، چې له هېواده بهر یوه اندازه هګۍ او د چرګانو ښه کیفیت لرونکي غوښه وارد کړي تر څو زموږ د هېوادوالو اړتیاوې او ستونزې هوارې کړي.
بلخوا، د کابل د مېوو او سبو د سوادګرانو د ټولنې مشر اختر محمد احمدي وایي:

 «زموږ هیله داده، چې د ټولنو چارواکي دې یاد محصولات لکه څنګه یې چې رسنیو ته ویلي دي خرڅ کړي او پر خپلو ژمنو ودریږي. د چرګانو د غوښې په برخه کې پر ځان بسیا یو او نه غواړو چې واردات ولرو، خو دولت باید اجازه ورکړي، چې سوداګر په قانوني ډول هګۍ وارد کړي ترڅو یاد محصول خپل اصلي بیې ته وګرځي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې  کرونا له راتګ سره وروسته د نورو توکو ترڅنګ د یوې هګۍ قیمت تر ۲۰ افغانیو پورې لوړ شوی دی او چرګان هم سلو تر ۳۰۰ افغانیو پورې لوړ شوي دي.