" مینه " هماغه ده چې ستا په زړه کې ده !

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

وه یې پوښتل: نوم مو؟
ـ  مِهر؟
ـ معنی یې؟
ـ مینه!
ـ بیا خو به د مینې په تعریف هم ښه پوهېږي، نو د مینې په هکله څه وایست؟
ومې ویل:
له زړه جواب درکړم که له مغزو؟
ـ له زړه
ـ  مینه، لکه ★ اوښکې ★
چې د پلار په لېدو مې د “کمزوری” په جامه کې د سترګو له درشله راوځي، کمزوري اوږې مې د یو دروند بار لاندې حسوم.

د مور په لېدو مې لکه د ” بې وسۍ ” تخم د سترګو په بڼ کې راټوکېږي، څومره چې غځېږي د سترګو د روښنایي ریښې مې پرې کوي، ټول وجود کې مې د دردونو انقلاب جوړېږي، ځکه؛ د مور په مخ د زړښت تورو وهلو او ګونځو جوړولو مخه نشم نیولای. د تورو ځلانده ویښتو سپینوالی یې راپورې خندنۍ کوي او زه هېڅ کولای نشم…😢
او کله هم د عزیزانو په لیدلو مې ” ویره/ډار ” بې غږه بې تسله سېلابونه شي طوفان شي ټول باڼه مې له بېخ وزبحي چپه کړي؛ هسې نه چې مرګی راشي، دا عزیز، هغه عزیز او ها عزیز مې واخلي…
مینه لکه ★ هېله ★
د هغې شپې هېله، چې یوه ښځه پکې د کورنۍ ټولو غړو  اړتیا پوره کولو او تر ټولو وروسته ستړې وېده نشي، هره کله چې خوب ورشي پرته له کومې اندېښنې خپلې بستري ته وروګرځي، د خوب غېږ ته ځان وروغورځوي، او سهار پرته له کومې اندېښنې او پخپله طبعه له خوبه رابېداره شي.

یا هم هغه هېله ده چې؛ یوه ورځ به په اس سپور زما د خوبونو شهزاده راځي، په سوله یېزه فضاء کې سپین “تاج مهل” به راجوړوي، ملِکه به وم؛ د مِهر تاج به راته په سر ږدي او د ژوند له ټولو ستړیاو او بدبحتیو به مې ژغوري …
مینه لکه پښېمانتیا

په هغه ورځ، چې عبس تېره شي او زه پکې هېڅ کتاب ونه لولم، هېڅ لیکل ونه کړم. پښېمانتیا ده د شپې په تیارو په قدرتونو قسم کول دي، چې سبا به د نوې لمر سره یو نوی پېل کوم، چې پای یې هېڅ پښېمانتیا ونه لري.
مینه لکه سجده
کله چې آذان واورم، که ناسته یم، ودرېږم که ولاړه وم روانه شم او که روانه وم چسته شم، ځانته وایم:
مخکې له دې چې مرګ درته راشي، د الله تعالی رضایت حاصل کړه، مخکې له دې چې د توبې دروازې بندي شي تندی پر ځمکه کیږده، د هغو ټولو ګناهونو چې په خبري او ناخبرۍ کې درڅخه شوي یاد کړه او توبه ځنې وباسه.

مخکې له دې چې ملا دې درسره ملتیا په سجده کولو کې پریږدي، لاسونه ومروړه، باید د ځوانۍ له سجدو خوند واخلي… !!!
ـ وروځې یې پورته واچولې، د پتلون په دواړو جېبونو کې یې لاسونه نننیستل، روان شو… له شاه مې پسې غږ کړ:
نه غواړې، چې د « مغزو ځواب » هم واورې!؟
یوازې له څټه یې سر راوګرځاوه، یوه وروځه یې پوره او د ښې وخي غوږ طرف ته وړلو په اشاره یې وپوښتل….؟!
ومې ویل:
په نړۍ کې څومره انسانان دي… ؟! دا ټول، هر یو ورته جلا او ځانګړې تعریفونه لري.
مینه بې تعریفه ده، مه پسې ګرځېږه!
” مینه”هماغه ده چې ستا په زړه کې ده!