د هغه لومړني کس احساسات چې کرونا واکسین پرې تطبیق شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
  • ژباړه: ملیحه ناصري

جنیفر هالر ۴۳ کلنه امریکايي مېرمن او لومړنی کس دی چې د کرونا واکسین پرې تطبیق شو. یاده مېرمن د امریکا په سیاتل کې اوسي او دوه ماشومان هم لري. د واکسین تر تطبیق یوه میاشت وروسته یې خپل احساسات په دې اړه داسې وښودل: “تر واکسین یوه ورځ وروسته مې لږ تبه شوه. په دویمه ورځ مې په همغه مټه باندې درد شو چې واکسین پرې شوی و، خو تر هغه وروسته هر څه لکه د انفولونزا د واکسین عادي شول.
د دې واکسین دویمه دوره به بله اونۍ پر دوی تطبیق شي، دوی به د ۲۰۲۱ تر پسرلي څارل کېږي.
هالر وویل چې د دې واکسین تطبیقولو ما ته ډېر ګواښونه له ځان سره لرل، خو زه یوه مثبت‌اندې مېرمن یم، تر خطرونو یې ګټې راته ډېرې ښکاره شوې. جنیفر هالر دا هم وویل چې ما نشو کولی د داسې ناروغۍ لپاره، چې توله نړۍ نیولې کوم کار وکړم، خو پر ځان د واکسین په تطبیقولو کې مې یو ښه فرصت ولید.
دا واکسین د مارچ میاشتې په لومړیو کې په واشنګټن کې جوړ شو او لومړی ځل پر دغې مېرمنې تطبیق شو. دا باید ووایو پر هغو کسانو چې دا واکسین تطبیق شوی پر کرونا ویروس باندې اخته نه و او دا ویروس لا د دوی ځان ته نه وو ننوتی.