- راپور: بشر درویش
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یې د چهارمغزو ۵۸ زره او ۳۳۵ نیالګي ايښي دي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.
کینول شوي او کینول کیدونکي نیالګي
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د پکتیا ولایت په احمد اباد او سیدکرم ولسواليو کېد چهارمغزو ۵۲ زره نیالګي کېنول شوي دي او دغه راز ددې ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې د چهارمغزو شپږ زره او ۳۳۵ نیالګي اېښودل شوي دي او ۱۳ زره او ۶۶۵ نیالګي به د روان کال په مني کې کېښودل شي.
د پکتیا د کرنې رییس په يادو ولسواليو کې د چهارمغزو د کېنولو پروژه يوه بنسټیزه او اړینه پروژه ياده کړه او ويې ويل چې د ځنګلونو په بیارغونه او پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
د قوریه لرونکو روزنه
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (FAO/GEF) له خوا د پکتیا د احمد اباد ولسوالۍ ۳۵ تنه قوریه لرونکي د ځنګلونو د ښه مدیریت، ساتنې او بیارغونې په برخه کې روزل شوي دي.
جوړې شوې ټولنې
د افغانستان د اوبولګوونې، کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، ددې ترڅنګ د یادې پروژې له خوا په احمد اباد ولسوالۍ کې د ځنګلونو د مدیریت اووه ټولنې هم جوړې شوي دي، چې هرې ټولنې ته پنځه کورني قوریې، چې ټول یې ۳۵ قوریې کیږي هم جوړې شوي دي.
نا پاملرنه
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.
د لمنځه تلو یو ستر لامل دا ښودل کیږي چې دا ډول ونې او بوټي په خپل سره وهل کیږي او له منځه وړل کیږي.