زه یو مېړه یم – مهر تاج

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

زه د خوب په بستره (ځای، تخت) کې د موبایل د استعمال څخه ډډه کوم، خو که چیرته اړتیا پیدا شي بیا یې رڼا کموم، تر څو مې د مېرمنې خوب خراب (مزاحمت)  ورته ونشي.
ـ په خوړو کې د مالګې، مرچ په ډېر و کم باندې مې مېرمن هېڅکله نده رټلې، ځکه په دومره کوچنۍ خبره مې د ژوند ملګرې څنګه ذلیله کولای شم!؟
ـ زه د کور په کارونو کې د خپلې مېرمنې سره مرسته کوم، پدې وجه نه چې زه د ښځې نه ویرېږم یا یې غلام یم، بلکې پدې وجه چې زه مې خپله مېرمن درک کؤلای شم.
ـ د کور مینځلو (صفایي) وروسته پۀ لانده فرش باندې بې پروا له ناولیو بوټانو سره نه ګرځم، تر څو د زحمتونو او ستړتیاو سربېره یې زړه مات نشي.
ـ زه که یو میړه یم، ما د بچو روزنه اوکرارولو مسؤلیت یوازې د مېرمنې په غاړه نه دی اچولی، که چیغې وهي، ژاړي، د شپې ناوخته راپاڅېږي، خواړه غواړي او یا هم که ضد کوي؛ میرمن باندې چغې نه وهم له بچو سره یې یو ځای له خونې نه وباسم چې ګوندي زما د ارام یا خوب مزاحمت کوئ، بلکې زه یې ورسره یو ځای په ارامولو کې مرسته کوم او که میرمن مې ویده وې دا کار یوازې پخپله کوم، ځکه؛ زه پوهېږم، که زما ورځ ستړې وې نو هغه هم دمه نه وي.
ـ زه مې مېرمنې ته د حوصلې ورکؤلو، هڅؤلو تر څنګ انعام هم ورکوم او د کارونو ستاینه یې هم کؤم، ځکه، زه پوهېږم چې زه د هغې « ټوله نړۍ یم » د بل چا له خولې خپله ستاینه نه خوښوې او نه یې هم  غواړي.

ـ ما هېڅکله د خپل نارینه توب،بې ځایه غرور،  رواجې غیرت او زور ښودلو کار نه دی اخیستی، بلکې همېشه مې په خپل راحت باندې د مېرمنې راحت ته ترجیح ورکړي ده، ځکه زمونږ خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ښځه ذات په نازک والي کې د ملغلرې (شیشه) سره مقایسه کړې ده.
ـ زه پوهېږم چې مېرمنې د میړه په وجود کې د خپل  پلار (مهربانه) انځور لټوي او زه د نړۍ هغه بختور انسان یم چې ما د خپلې مېرمنې د خولې نه څو څو وارې دا جمله اورېدلي ده؛ «پلار به مې هم همداسې کول»
دې تشبیه یې ماته د مرحوم ” اشفاق احمد” صیب یوه وینا رایاده کړه، چې یې ویلي؛

«لورې، د یوې ښځې په ژوند کې، د پلاره وروسته یوازینی محرم شخص د هغې میړه دی چې ناز و نخرې یې پورته کوي، خو پدې شرط چې هغۀ (انسان) وي.»

ـ  که چیرته مونږ همدا وړې وړې نکتې په پام کې ونیسو، نو اړیکه مو قوي او په مینه ښکلې کولای شو .
ـ هو، زه یو مېړه یم،
زه د یو ژوندي زړه او وېښ وجدان لرونکي انسان په توګه دا مسؤلیت لرم، چې د خپلې مېرمنې؛ جسمې، رواني، فیزیکې ارام و راحت ته بشپړه پاملرنه وکړم.

تاسي هم یو مېړه یاست!
تاسي له دې ټولو څخه، څه څه کوئ؟ کوم مسولیتونه لرئ؟ او کوم مو پر ځای کړې دي؟
دا پوښتنې تاسي خپله د خپل ځان څخه وکړئ او خپل ځان ته پخپله جواب ووایست!