په کندهار کي د کرونا د مثبتو پیښو شمېر ۹۰ ته ورسېد او د کرونا د مخنیوي په خاطر له چهارشنبې ټول کندهار ښار هم تړل کیږي.
نن سې شنبه د عامي روغتیا وزارت خبر ورکړ، چي د کندهار د کرونا ۷۵ پیښي ۹۰ ته ورسیدې او پنځلس نوري تازي پېښي ثبت سوې.
د کرونا ويروس د مخنيوي دولتي کمېټې خبر ورکړی، چي په کندهار ښار کي د ولسونو له لوري د کرونا ويروس د وقایوي تدابیرو د نه عملي کېدو له کبله ورځ تر بلي د دغه ویروس مثبتې پیښي په ډېرېدو دي، نو له همدې امله ښار تړل کیږي.
د کرونا ويروس د مخنيوي کمېټه وايي دغه ګرځبندیز به لس ورځي یا د روژې تر اولي دوام ولري او کیدای سي د اوږدېدو یا درېدو تصمیم یې وروسته ونیول سي.
د سرچینې په وینا له دې تصمیمه سرغړونکي له قانوني چلند سره مخامخ کیږي او کورنۍ د خپلي اړتیا وړ توکي د شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پوري رانیولای سي.
یاده دي وي، چي د کرونا له خاطره د کار او ګرځېدو په بندیز او کرنټین کي روغتيايي مرکزونه، درملتونونه او نانوايان نه دي شامل او خپلي چاري د روغتیا تدابیرو سره مخته وړلای سي.
کندهار د هيواد په کچه د کرونا د زياتو پېښو په درلودلو سره دريم ځای کی دی او دا وخت د ټول هیواد په کچه ۷۱۴ د کرونا مثبتي پیښي ثبت سوي دي.