لیکنه: جیم رون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
هیڅ څوک په دې نه پوهیږي، چې زه د خپل شته دوامداره عادتونو په بدلولو کې څومره ستونزې ګالم، خو عادتونه هله بدلیږي چې کله موږ خپل لید، فهم او درک بدل کړو. د لید، فهم او درک په بدلولو سره موږ کولی شو چې د خپل په وجود کې نغښتي بد عادتونه بدل کړو.
لاندې د بد عادت د بدلولو درې پیاوړې لار چارې دي، چې په عملي کولو سره یې انسان کولی شي خپل بد عادتونه بدل کړي:
۱. هوډ (تصمیم)
ژوند بدلوونکي هوډونه د وجود دننه د داخلي جګړې په څیر دي، چې د پوځي احساساتو نښته ده. هر یو د خپل د دلایلو له وسلو سره زموږ د فکرونو د لوړوالي په پار جګړه کوي او زموږ پایلې لرونکي هوډونه دا په اثبات رسوي، چې ایا همدغه نیول شوي هوډونه زړور دي او که ډارن، ښه سنجش شوي او یاهم که خراب، کولی شي چې عمل پرې وشي او که نه؟
هرڅه چې کوې، ویې کړه، خو ستونزو ته مه تسلیمیږه. هوډ او عزم وکړه. له هوډ نه نیولو څخه ناسم هوډ ډیر ښه دی.
۲. غوښتنه (مطلوب شی غوښتل)
یو کس څنګه کولی شي چې مطلوب شی لاسته راوړي؟ فکر نه کوم چې دې پوښتنې ته مستقیماَ ځواب وویلی شم، ځکه چې د ځوابولو لپاره یې ډیرې لارې شته، خو د مطلوب شي د لاسته راوړلو لپاره دوه لارې دي:
الف. د مطلوب شي د لاسته راوړلو حس د یوه انسان د وجود دننه پروت دی، نه د باندې.
ب. یو باندینی فکتور کولی شي چې همدغه حس د وجود دننه فعال کړي.
هر شی کولی شي چې د غوښتنې دغه حس فعال کړي، خو یوازې وخت او چمتووالي ته اړتیا لري. ښایي دا هغه سندره اوسي چې په زړونو کې ځای نیسي، ښايي د یادونې وړ پند واوسي، ښايي یو کتاب، مقاله، فلم، خبرې اترې له ملګري سره، او یا له د دښمن سره جګړه او یاهم کیدای شي چې یوه ترخه تجربه واوسي.
په همدې اساس، که غواړئ چې په ژوند کې مو هر مطلوب شی ترلاسه کړئ، نو هرې مثبتې تجربې ته ښه راغلاست ووایئ. د ژوند د تجربې لپاره خپل مخ ته د دفاع په پار دیوال نیغ مه ودروئ. هماغه دیوال چې تاسې له مایوسۍ څخه ژغوري، ښايي چې د تجربو د بډایه لمر وړانګو څخه مو هم محروم کړي. په ژوند کې مو تجربو ته خپل غیږ پرانیزئ، ښايي همدغه تجربې مو ژوند بدل کړي.
۳. ټینګه اراده
ټینګه اراده، یانې کله چې یو څوک د یو کار د سرته رسولو اراده وکړي او ووایي چې یا مرګ یاهم د هماغه کار سرته رسول، نو هیڅ څه یې هم مخه نه شي کولی.
غره ته ختونکی کس وایي: “زه به غره ته پورته کیږم، خو خلک راته وايي چې غر ډیر لوړ دی، ډیر ګړنګونه لري، له ډیرو سترو او کوچنیو ډبرو څخه ډک دی او دا کار ډیر ستونزمن دی، خو دا زما غر دی، زه به ور پورته کیږم. تاسې به یاهم ژر تر ژره ما د غره له پورتنۍ برخې وګورئ چې لاس به درته وخوځوم او یاهم هیڅکله به مې ونه ګورئ، دا ځکه چې ښايی یا د غره پورتنۍ برخې ته ورسیږم او یاهم هیڅکله بیرته راستون نه شم.” له داسې ټینګې ارادې څښتن سره به څوک دلیل ووايي؟
کله چې له دا ډول اوسپنیز عزم لرونکي کس سره مخ شو، ښايي موږ هغه ته د خپل خوب پوره کولو اجازه ورکړو. ځکه چې هغههغې له ځانه سره ویلي، چې یا به هلته رسیږم او یا به هم مرم.
د ټینګې ارادې تر ټولو غوره تعریف مې په لومړي ځل د کلیفورنیا په فوسټر ښار کې د ښوونځي له یوې زده کوونکې واورید. څو کاله مخکې مې په منځني ښوونځي کې یوې ډلې روڼ اندو ځوانانو ته د بریا په اړه لیکچر ورکاوه. ما ترې وپوښتل چې څوک ویلی شي چې ټینګه اراده څه مانا؟ په ټولګي کې ډیرې ګوتې پورته شوې او له هر یوه څخه مې یې ډیر په زړه پوري تعریفونه واوریدل، خو تر ټولو وروستی تعریف تر ټولو غوره تعریف وو. له ورستي کتار څخه یوه شرمندوکې نجلۍ پورته شوه او په کمزوري غږ سره یې وویل: “زما په اند، ټینګه اراده یانې له ځان سره دا ژمنه وکړې چې هیڅکله به له یوه کار څخه نه لاس په سر کیږې.” همدا بس وو. همدا تر ټولو غوره تعریف وو چې ما په لومړي ځل واورید: “له ځان سره ژمنه وکړه چې هیڅکله به له یوه کار څخه نه لاس په سر کیږې.”