- ژباړه: نسیمه محمدي
د کرونا وایروس له پیل تر اوسه بیا، د ژوند په ټولو اړخونو کې د وایروس د مخنیوي لپاره، وخت پر وخت د روغتیا نړېوال سازمان او روغتیاپالانو له لوري د ګڼو لارښوونو سپارښتنه او یادونه شوې ده. که چېرې دا لارښوونې تعقیب او په پام کې ونیسو، له ځان، کورنۍ او شاو خوا وګړو سره به مو د دې وایروس په مهارولو کې مهمه ونډه اخېستې وي.
کارپوهان وايي: “د کرونا وایروس څخه د مخنیوي لپاره باید په چاپېریال کې د شخصي توکو ساتلو ته ډېر متوجه اوسو.”
په کرونا وایروس د اخته کېدو څخه د مخنیوي لپاره فردي، حفظ الصحه له ځانګړي ارزښت برخمنه ده.
دا ټکي:
- له کور بهر خپل ګرځنده موبایل باید له جیب ونه باسو. (مګر د اړتیا پر وخت)
- هڅه باید وکړو، چې خپل لاسي ساعت او عینکې په بازار کې، له لاس او سترګو لرې نه کړو. (مګر د اړتیا په صورکت کې)
- که چِله یا ګوتمۍ په لاس ولرو، هر ځل لاس وینځلو کې، ګوتمۍ په دقت سره د اوبو او صابون سره ووینځو.
- کونجي یوازې د کور د دروازې او دفتر ته په رسېدو له جېبه وباسو.
- کور ته له هر ځل راتګ وروسته، سمدلاسه باید خپل لاسونه ووینځو او شخصي وسایل، لکه موبایل، عینکې، ګوتمۍ، ساعت، بټوه او کونجي د یو ټوټه پنبې سره، چې په مېکروب ضد محلول اخته وي، پاک کړو.
- څرنګه چې په کار ځای کې، لپټاپ، کمپیوټر او موبایل ته ورته وسایلو څخه کار اخلو، نو هره ورځ یې د کار اخیستلو، وړاندې او وروسته، باید د الکولو د ۷۰٪ محلول سره پاک شي.
- که د پیسو بټوه، دستکول، د لپټاپ بېک او یا نور اسناد له ځانه سره له کور بهر وړو، د امکان تر حده باید هڅه وکړو، چې په ځمکه یا هغو سطحو یې چې د ټولو د لمس وړ وي، له ایښودو ډډه وکړو، په لاس کې یې ونیسو او یا هم د کېناستو پر وخت یې په پښو کېږدو.