د نړۍ نوموتي فوټبالران د قرنطین په مهال څه کوي؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د نړۍ زیاتره نوموتي فوټبالران د کرونا ویروس څخه د ځان ساتني په موخه خپلو کورونو کي قرنطین دي.
کرونا ویروس اوس د اسپانیا، ایټالیا، فرانسې، جرمني او انګلستان لیګونو ترڅنګ ګڼ شمېر نوري د فوټبال لوبي هم ځنډولي.
د دې هیوادونو په لومړۍ درجه لیګونو کي د نړۍ نوموتي فوټبالران لکه: میسي، رونالډو، نیمار او نور لوبغاړي لوبیږي، چي اوس لوبي نسته، خو دا لوبغاړي خپلو کورونو کي قرنطین دي.
بلیچر چي د ورزش په برخه کي یوه نړیواله رسنۍ ده، یو عکس د کارټون په ډول خپور کړی او پکښي لوبغاړي خپلو کورنو کي په بیلابیلو کارونو بوخت دي.

یاد عکس کي د ریال ماډریډ لوبغاړی کریم بنزما په ګیم، د ریال ماډرید بل لوبغاړی سرجیو راموس په فیسبوک او د هغه ترڅنګ د ریال ماډریډ لوبډلي بل لوبغاړی ګریت بیا د ګلف لوبه کوي، خو یو شمېر نور لوبغاړي بیا خپلو حیواناتو ته د خوړو په ورکولو او د نورو د وېښتانو په کوچني کولو بوخت دي.
دې عکس کي د نړۍ د نومتي لوبغاړي رونالډو مېرمن جورجینا د خپل خاوند رونالډو د سر وېښتان کموي.
هغه څو ورځي مخکي پر ټولنیزو رسنیو یوه داسي ویډو خپره کړه، چي کور کي ئې خپله مېرمن د هغه وېښتان کوچني کوي.
نو په همدې آساس بلیچر هم دا عکس خپور کړی.
بلیچر وروسته له هغه دا عکسونه په یوه کارټوني عکس کي راخیستي، چي دې ټولو لوبغاړو د قرنطین په مهال پر خپلو رسمي صفحو دا عکسونه خپاره کړي دي.
لیونل میسي هم پر خپل ټیوټر یوه داسي ویډیو خپره کړه، چي کور کي له خپلو اولادونو سره د فوټبال تمرین کوي.