ننګرهار کې د شپې له خوا بازارونه خلاص او د ورځې بند؛ ایا دا مناسب ګام دی؟

رنګین تجريدي ډیزاین
  • لیکنه: بشر درویش

په ننګرهار ولایت کې د کویډ – ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي په موخه په تازه اقداماتو کې پریکړه شوې چې د ورځې له خوا به هټۍ بندې او د شپې له خوا پرانیستل کیږي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، دا پریکړه یې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه کړې ده.

د هټیو لپاره ځانګړی مهالویش

د هغه مهالویش پر اساس چې په ننګرهار کې د والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ د کویډ – ۱۹ ناروغۍ مخنیوي کمیټې له خوا خپور شوی، په دې ډول دی:
هره شنبه، دوشنبه او چهارشنبه به د شپې له اتو بجو څخه د سهار تر ۴ پورې به د خوراکي توکو هټۍ پرانیستې وي.
هره یکشنبه، سه شنبه او پنجشنبه به په همدې وخت د ساختماني او کرنیزو توکو هټۍ پرانیستي وي.
د پریکړې له مخې په ښار کې د الټو او ریکشاو موټرو پر ګرځیدو راګرځیدو بندیز دی.
د کمیټې د پریکړې له مخې؛ په پورته بندیز کې لاسي پلورنکي هم شامل دی.

د خلکو نیوکه

همد تیره شپه چې د قرنطین له پيله تر اوسه د لومړي ځل لپاره د شپې له خوا د هټيو خلاصون پيل شو، ورسره سم خلکو پر ټولنیزو رسنیو اندیښنې شریکې کړي چې د شپې له خوا هم په ښار کې سخته ګڼه ګوڼي وي چې دا د ویروس د خپریدو باعث کیدای شي.
ځینو خلکو د ولایتي ادارې او ټاکل شوې کمیټې پر دې پریکړه نیوکې وکړې او یو شمیر انځورونه یې خپاره کړل چې ښکاري ډیر ګاډي او خلک په جلال اباد ښار کې لیدل کیږي.
ننګرهار کې د عبدالرحمن معاون په نامه یوه فیسبوک کاروونکي بیا د ښار دا انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي:

«زموږ په ننګرهاریانو ازموینې او تجربې روانې دي. هلۍ دا وکړئ او هلۍ هغه وکړئ. دا ېې د شپې تجربه.»

په همدې ډول سره یو شمیر نورو فعالانو هم غبرګونونه ښودلي ول او نیوکه یې کړې وه چې که د شپې هم همداسې ګڼه ګوڼه روانه وي، شاید دا د کرونا ویروس په مخنیوی کې موثر تمام نه شي.

د چارواکو ځواب !

د ننګرهار والي د خلکو همدې انتقادونو ته توند غبرګون ښودلی. هغه په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:

«سلام سهار په خیر: بیګاه مې څه ونه لیکل چې د هاها ډله ستړي شي. د هاها ډله د فیسبوک پوستونو په خاطر ښار ته وتلې و. د جلال اباد ښار یوازې د ډنډ غاړه او لغمان هډه نه ده. د جلال اباد ښار د درونټې نه تر بټي کوټ د باریکاو پل پورې او د چپرهار د ملا صیب د قبر نه نیولې د ښیوې د عبدالخیلو پورې دی. یونیم میلیون کسان د جلال اباد په ښار کې اوسیږي. د شپې لږ نفر او د موټرو چراغونه بیروبار زیات ښایې. د هاها ډله د خپلې سیمې فزیکي او بشري جغرافیه هم نه پیژني. زمونږ تصامیم د یو لوی کمیسون د پریکړو په اساس دي چې ټول اړخونه څیړل کیږي او بیا تصمیم نیول کیږي. هو زه دا شهامت لرم چې هر مسوولیت د ټولو پریکړو په غاړه واخلم او کامیابي د نورو هلې ځلې وګڼم. که زمونږ د کمیسون هلې ځلې نه وې، په ننګرهار کې به کرونا د کابل او هرات نه اوس زیاته وه. اوس هم ننګرهار په خطر کې دی او څوک چې د بړستنې لاندې مبارزه کوي، هر څومره غږونه وکړي، مونږ نه اورو.»

خو دا پریکړه څه ګټه او تاوان لرلی شي؟

زما له نظره دا کار خپل تاوان او ګټه لرلی شي. خو زه فکر کوم چې د تاوان پرځای یې ګټې ډیرې دي. ځکه:
۱- که بیخي شپه او ورځ هټۍ تړل شوي وي، نو دا به سخته وي چې خلک اړین توکي ترلاسه کړي، ځکه پریکړه عمومي ده.
۲- ددې وبا د کنټرول په اړه تر اوسه څه درکونه نشته، نه پوهیږو چې تر کله به دوام لري، واقعاً افغانستان کې او بیا ننګرهار کې به څومره خپور شوی وي، نو پر همدې اساس مشخص وخت نه دی چې خلک ګوزاره وکړي او سختۍ تیرې کړي، نو باید یو څه فرصت ولري چې اړین توکي واخلي او پير و پلور وکړي.
۳- له کوزې پښتونخوا او پاکستانه له ۳۰زرو بره کډوال ننګرهار ته دننه شوي، یاد دوو ځایونو کې ویروس ډیر خپور شوی، نو حتماً به راغلو مسافرو کې ګڼ کسان پر ویروس اخته وي چې یا به یې ځان پټ کړی وي، یا به هغه موده نه وي پوره شوي چې تر ۱۴ او ۲۱ ورځو ده او ویروس په کې ځان ښکاروي، نو که بیخي ډیره ګڼه ګوڼه شي، شاید د همدې خلکو په وسیله ویروس بیا ډیرو ته انتقال شي.
۴- د شپې چې سخته اړتیا نه وي، هر څوک نه غواړي چې د سیاحت او چکر لپاره ښار ته ووځي، نو دا به مرسته وکړي چې د ویروس کنټرول کې کومک وشي.
۵- دا هیڅ امکان نه لري چې په بشپړ ډول دې د ویروس مخنیوی وشي، حتماً به له تدابیرو سره سره ستونزې جوړوي، خو دا ډول اقدامات چې له بدتر حالت بچ شو، غوره ده.
۶- یو وخت کې د بازار دا ډول خلاصیدل به مرسته وکړي چې کلیوالي پروچون پلورونکي توکي واخلي، سیمه ییزو هټیو ته یې یوسي، څو هلته خلک له نیږدې توکي واخلي او ښار ته پسې رانشي، ځکه لرو پرتو سیمو ته ویروس له هوا نه، بلکې له ښاره لیږدیږي.
همداسې نور…

څو ویرې او تاوانونه هم شته:

۱- د ننګرهار نفوس ډیر دی، نو په مشخصو شپو کې به ډیر خلک کوښښ کوي چې توکو لپاره راووځي، شاید ددې ناروغۍ لرونکي چې پرځان نه وي خبر هم په کې راشي او دا ددې باعث شي چې ډیره ګڼه ګوڼه جوړه او ویروس ډیر ولیږدول شي.
۲- د شپې له لورې د هټیو خلاصون سره هم باید ځیني محدودیتونه لګول شوی وای، لکه څه وخت وړاندې چې د ورځې شوي ول، یعنې د شپې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هم اقدامات وشي، هیڅ ډله ډله خلک پریښنودل، له ضرورت پرته ښار کې ګرځیدونکي ګاډي او خلک باید وویستل شي، دا هله کیدای شي چې پولیس لا ډیر فعاله او سیار ټیمونه هرځای تر څار لاندې ونیسي.
۳- د شپې د تروریستي او هدفي بریدونو ویره شته، ځکه دلته څه وخت وړاندې به د ورځې یوه تروریستي پيښه او جنایت کیده او بریدګر به غیب کیده، نو د شپې خو دا کار لا ډیر اسانه کولی شي، نو پر همدې اساس باید د شپې له پلوه امنیت ته ډیر پام وشي. په همدې ډول سره نورې…
خو تر ټولو غوره لار دا ده چې خپله لکه د یوه عاقل انسان ژوند وکړو، خطر جدي وبولو او له اړتیا پرته هر ډول راشه درشه، چکر، ناسته او یوځای کیدل او تر ښار او ګڼې ګوڼې تلل بند کړو، که داسې ونه کړو، نو پولیس تر موږ هر یو نه شي رسیدلی !