۴مه برخه؛ «یو څوک باید ولرې»

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

یو څوک باید ولرې؛
چې پدې ټیکنالوژيکه زمانه کې، ستا لپاره؛ قلم و کاغذ کاروي. څو د مینې جملې درته له زړه لیکي، تر څو د نښې په توګه یې درسره وساتي، میاشتې، کلونه وروسته یې له صندوقچې راواخلي او د مینې خاطرې دې پرې تازه کړې.
یو څوک باید ولرې؛
چې ستا په نامه کور کې وړه کتابخانه ولري، د المارۍ هر کتاب په پاڼو کې یې د سترګو ځل او ګوتو نښې پاتې شوې وي. د شپې ویده کېدو مخکې نیم ساعت درته په خپل سندرېز غږ مُلایم کتاب ولولي.

داسې څوک چې اونۍ کې یو نوی کتاب درته ډالۍ کړي.
چې کله خوب وړی/ې یې په لاس ساعت (نر) / غوږ غوږ والیو (ښځه) ته دې متوجه شې، دا چې د خوب مزاحمت سبب دې نشي درڅخه یې په ارامه لېري کړې.
یو څوک باید ولرې؛
چې درته ووایي؛ لاس راوړاندې کړه، نوکان دې رسېدلي، چې لنډ یې کړم او کله چې آئینې ته ولاړ/ ولاړه سینګار کوې ورو دروړاندې شې، له لاسه دې ږمنځ واخلي، ویښته در ږمنځ کړي، په سلیقه جوړولو کې د مرستې په مهال ستا سترګو ته په مخامخ ائینه کې ګوري او د دې احساس په خاموشۍ درکوي چې زما په دې سلیقه خوښېږي.

هو، یو داسې څوک باید ولرې؛
چې ژوندۍ موسیقي درسره په غزل ماښام اوري او تا یې په اوږه سر ور اېښی، هغه لکه بې غږه زانګو زنګېږي.
داسې څوک باید ولرې؛
چې باران ورېدلی وي؛ هر لوری د ګلانو وږمې دې په حواسو منګولې لګوي، پښې او پایڅې دې پرخک لمدوې، دا دې په سترګو پټۍ ولګوي د لویي ونې لاندې دې ودروې، ډډ ته یې لغت ورواچوې او د ونې پاڼې په خپلو پلونو کې ټول کړي د باران ټول څاڅکې درباندې لکه ناوې (باران اوبو ناوه) وشیندي.
یو څوک باید ولري چې د یو رنګ جامو او یو ذوق لرلو نه وپیژندل شئ، چې تاسو د نړۍ مې مثله جوړه یاست.
داسې څوک ولرې؛
چې ستاسو د غاښونو برس، ویښتانو تېل شامپو د جامو عطر سره شریک وي.
داسې څوک باید ولرې؛
چې د باران تپ (بخار) د موټر په ښيښه، د بخارۍ تپ د کړکۍ په ښېښه، د سیند غاړې په رېګ، په نکرېزو په خپل ورغوي، د اوبو پر مخ یا هم مخې ته پروت په هر کاغذ لاشعوره ستا نامه حکاخې کوي (لیکي)

داسې څوک چې؛
د یو ځای کورنۍ؛ ډوډۍ خوړلو په دسترخوان، ستا تر څنګ یا مخامخ درته کښېنې.
یو څوک باید ولري چې؛
د سړو او ګرمو، مړو او ژوندیو اوښکو توپیر دې وکړای شي