که په خپلو عیبونو پوهېدل غواړئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
  • لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

ځینې خلک داسې عادت لري چې تل په نورو پسې ګوري، مثلاً  پلانکی څه کوي او ولې یې داسې وکړل، تل پر مقابل لوري انتقادونه او نیوکې کوي، خو بیا خپل ځان ور څخه هېر وي. په داسې حال کې چې تر ټولو زیات پخپله په ډېرو روحي او ټولنیزو ناروغیو اخته او له عیبونو ډک وي.
د اسلام سپېڅلي دین د نورو مسلمانانو د عیبونو پلټل حرام بللي او د بل مسلمان ورور د عزت او ابرو ساتل یې له ضروریاتو او د ایمان له کمالیاتو څخه ګڼلي. په مبارکو احادیثو کې په دې معنا سره – که څوک د یوه مسلمان عیب پټ کړي، هغه رسوا نه کړي، نو الله تعالی به د هغه انسان ډېر عیبونه پټ او پرده به یې وکړي – لارښوونه شوې، د دې په شان نورې ډېرې لارښوونې شوې چې لومړۍ باید هر انسان خپل ځان اصلاح، خپل عیب له منځه یوسي او له خپل ځان سره محاسبه وکړي، مخکې له دې چې ورسره حساب او کتاب وشي.
مشایخ د دغه مطلب لپاره – چې یو انسان څنګه له خپلو عیبونو خبرېدای شي، چې اصلاح یې کړي – څو تجربې او لارې چارې په ګوته کړې، چې دلته ورته اشاره کوو.
۱ – باید د نفسي او روحي علومو تجربه، کار او له عالمو خلکو سره ناسته ولاړه ولرو، هغه چې د اخلاقو او نفسیاتو پټو رازونو ماهر او متخصص وي، ورته د خپل زړه غوټه خلاصه او ټول حقایق له هر ډول کمښت پرته بیان کړو او ورته کامل واک ورکړو، چې په هکله یې سمه پړېکړه وکړي، دا ډول چلند، لکه د یوه زده‌کوونکي چلند له خپل ښوونکي او مرشد یې، چې د راز محرم شخص وي، نو ښوونکی ورته عیبونه او نیمګړتیاوې بیانوي او ورسره یې د حل او اصلاح لارې چارې هم ښیي.
۲ – دا چې د ځان لپاره یو مخلص، صادق، روڼ‌انده او متدین ملګری غوره کړو چې له هر پلوه ورباندې باور ولرو، خپلې کړنې وڅاروو، کله چې یې ورڅخه په ویلو، کړنو، ظاهري او باطني اخلاقو کې څه عیب ورته په ګوته کړي چې دغه خبره یا دا کړنه او یا هم دغه حرکت د انساني اخلاقي معیارونو یا شرعي چوکاټ خلاف دی او باید اصلاح یې کړو او مقابل لوری د دغه عیب په ګوته کولو څخه ډډه ونه کړي او دا بل لوری یې په سړه سینه او پوره درناوي سره ومني.
3 – انسان خپل عیبونه د خپلو مخالفینو له خولې اورېدای شي، ځکه د دښمنۍ سترګې عیبونه رابرسېره کوي، کېدای شي یو انسان د خپل مخالف له بدو خبرو او عیبونو بیانولو څخه زیاته ګټه پورته کړي، تر هغه غوړه‌مال او مداح ملګري نه چې په رښتیا او دروغو سره عیبونه او نواقص پټوي او په دغه کار سره یې په حقیقت کې ورسره دښمني کوي، نه ملګرتیا. که څه هم انساني طباع دا حقیقت نه مني او د دښمن خبرې دروغ بولي او په حسد، کینه او خصومت سره يې عمل کوي، خو هوښیار خلک د دې خبرې په حقیقت پوهېږي.
۴ – همدارنګه یو انسان خپلو کمزورتیاوو او عیبونو ته ځیر کېدای شي، په داسې توګه چې له خلکو سره په ټولنه کې اوسېږي، ډېر متوجه او هوښیار وي؛ هره بده کړنه، خبره او کار چې د اخلاقي، انساني او اسلامي موازینو مخالف وویني، نو ورڅخه پند واخلي او له ځان سره ووایي، چې دې پلانکي داسې بد کار وکړ، زه یې باید ونه کړم او کله چې عامیانه متل دی [عقل له کمعقلو څخه زده کېږي] مومن د بل مومن لپاره د آینې حیثیت لري، نو دغه لید ته باید د نورو د عیبونو د لیدلو پرمهال یو کس خپلو عیبونو او نیمګړتیاوو ته هم متوجه شي.
له لقمان حکیم څخه چا پوښتنه وکړه چې ادب دې له چا څخه زده کړ؟
هغه ځواب ورکړ: “له بې ادبه خلکو څخه، ځکه هر ناوړه عمل مې چې د دوی څخه ولید، نو ما ورڅخه ځان وساته او هغه ناوړه عمل مې ترسره نه کړ.