د کورنۍ د نېکمرغه کولو په خاطر

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
  • ليکنه: شپنه سلګۍ

په دې ليکنه کې مو ځينو هغو اوصافو ته ګوتنيونه کړې چې د يوې کورنۍ د نېکمرغۍ سبب ګرځي.
يوه نېکمرغه کورنۍ هغه ده چې له روحي او ټولنيز پلوه په يوه ښه حالت کې قرار ولري، لکه متقابل احترام، اتفاق، يو بل ته پاملرنه او همکاري، د ماشومانو ښوونه او روزنه، د يوې معقولې اقتصادي لارې پيدا کول او داسې نورو مسايلو مراعات کول د يوې کورنۍ د نېکمرغۍ ښکارندويي کوي.
د يوې نېکمرغه کورنۍ د جوړېدو لپاره د ډوډۍ خوړلو پر وخت د کورنۍ د ټولو غړو يو ځای را ټوليدنه ډېره ګټه لري او د دې لپاره کورنۍ بايد په لومړيتوب کې ځای ولري، هغه وخت دا کار ګټور ثابتېږي چې په غم او خوشالۍ کې يو له بل سره شريک او د يوه بل لاسنیوی وکړئ.
د خپلې کورنۍ د نېکمرغۍ په خاطر د زده‌کړو لارې چارې د قانون په رڼا کې برابري او د کورنۍ د غړو ستونزې په دقت سره واورئ او د حل په موخه يې پوره کوښښ وکړئ، چې وکولی شئ مثبت تحولات منځته راوړئ او د کورنۍ د اصلاح لپاره بايد د کورنۍ د نيوکو منلو کردار غښتلی کړئ، د صميميت فضا جوړه او د کورنۍ ټول غړي يو مشترک هدف مخ ته بوځئ.
ټولو ته بايد تشريح شي چې د ښځو په مقابل کې تاوتريخوالی د کورنۍ د کمزورتيا سبب ګرځي، ځکه چې ښځې او نارينه دواړه د يوې نيکمرغه کورنۍ په جوړيدو کې مهم رول لري.
د کورنۍ روغتيا ته پاملرنه د کورنۍ د ټولو غړو مسووليت دی، چې په پام کې نه نيول يې د کورنۍ او حتی د ټولنې نېکمرغي زيانمنوي.
په کورنۍ کې د نجلۍ او هلک تعادل د يوې نيکمرغه کورنۍ په جوړېدلو کې خاص اهميت لري، خو زموږ په ټولنه کې زیاتره کورنۍ د هلک او نجلۍ ترمنځ توپير کوي، هلک بهتر او جينۍ کمتره ګڼي.
د يادونې وړ ده چې (عدالت د اسلام شعار دی)