کرونا وایروس؛ د بویولو او څکلو حس کورنۍ معاینه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
  • ژباړه: نسیمه محمدي

د کرونا وایروس د زیات پېژندلو لپاره، د کارپوهانو څېړنو په ډاګه کړې چې د بویولو او څکلو د حسونو له لاسه ورکول په کوويډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو یو مهم عامل دی.
د لندن د لینګز کالج د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، دا نښې د تبه، وچ ټوخی او ستړیا په کرونا وایروس د ککړېدو لومړنیو انتاناتو څخه دي.
څېړونکي په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د ۴۰۰ زرو شکمنو کسانو تر ارزونې وروسته، دا پایله تر لاسه کړه، چې ۱۸٪ ناروغانو خپل د شامعې او ذایقې حس له لاسه ورکړی دی.
د ۱۷۰۲ شکمنو کسانو څخه چې د ۵۷۹ معاینې پایلې یې مثبتې وې، ۵۹٪ یې دا حسونه له لاسه ورکړي وو.
دا څېړنه او لومړني راپورونه به، د دې لامل شي، چې «د آمریکا د غوږ، ستوني او پوزې آکاډمي» او د «برېټانیا د غوږ، ستوني او پوزې، او د سر او غاړې د جراحۍ مرکز» وغواړي، د دغو حسونو له منځته تلل د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ په نښو ورزیات کړي.

  • څنګه پوهېدای شو چې د بویولو حس مو له لاسه ورکړی؟

ممکن روغتیاپال ته لاسرسی ونه لرو، خو د کارپوهانو په وینا، ځينې آزمايښتونه شته چې په مرسته یې په کور کې دا معلومولی شو چې د بویولو حس مو له لاسه ورکړی، که نه.
په دې لړ کې یو هم د مېوه یې جیلي «ژواولې ته ورته خوږو» ټېسټ دی، چې د فلوریډا پوهنتون د شامعې او ذایقې مرکز رئیس، استیون مانګر د سي ان ان ټلویزیون له لارې نندارې ته وړاندې کړ.
download.jpg
نوموړي د دې کورني ټسټ د څرنګوالي په اړه وویل: “په یو لاس کې یو دانه Gummy Candy او په بل لاس سره پوزه کلکه ونیسئ، چې هوا ترې تېره نشي. وروسته جیلي خولې ته کړئ او ويې ژوئ. که مو د جیلي خوږوالی او تروشوالی حس کړ، نو پوه شئ چې د څکلو حس مو روغ دی.
مانګر وايي: “په داسې حال کې چې لا هم د ژولو په حال کې یئ، پوزه خلاصه کړئ: «که ناڅاپي بوی په پوزه کې خپور شو، نو دا حس مو هم جوړ دی.
د مانګر په وینا، دا احساس «ډېر قوي او شدید غبرګون دی.»
د جیلي د خوند او بوی په پوهېدو، ویلی شو چې دا حسونه سالم دي.
د جیلي پر ځای د ټکول شوې قهوې او د مالټې له پوستکي سره هم، دا آزمايښت ترسره کړو.
دا هم مهم دي چې پوې شو د دغو حسونو له لاسه ورکول نه یوازې د کرونا وایروس، بلکې د والګي یا ساده ذکام یا حتا د عصبي ځنځیر د پاشل کېدو، آلزایمر او یا پارکینسون په څېر، ناروغیو نښې هم کېدای شي.

  • که څرګنده شوه چې د بویولو حس مو له لاسه ورکړی، څه باید وکړو؟

سره له دې چې د کووېډ- ۱۹ ډېری ناروغانو او شکمنو، ویلي چې خپل د بویولو حس یې له لاسه ورکړی، خو تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان دا عارضه د ګووېډ- ۱۹ ناروغۍ د نښو په فهرست کې نه ده زیاته کړې.
خو د مانګر په وینا دا په دې مانا نه ده چې دا عمل جدي ونه ګڼو. نوموړی وايي، د بویايي حس له لاسه ورکول د تبې په موجودیت کې د کرونا وایروس په نښو کې زیاتوي.
هغه زیاتوي: “په دې پړاو کې په ډاډ سره دا چاره د تبې په کتار کې زیاتوم. ډېری عوامل د تبې لامل ګرځي، خو که د بویولو حس مو په چټکۍ له لاسه ورکړ، باید ځان قرنطین او د روغتیاپال، لارښوونې عملې او وڅارو.
دا ټول اقدامات د ۱۴ ورځني قرنطین، د اړتیا او د کور څخه د بهر تللو پر وخت ماسک وکاروو.»
مانګر وړاندې وویل، د بویولو حس له لاسه ورکول شاید په کرونا وایروس له اخته کېدو وړاندې یا وروسته رامنځته شي، ځکه «داسې ناروغان شته، چې د تبې او لړزې وروسته د بویولو حس له لاسه ورکړی وو.»
د مانګر د وینا سره سم، د دې حس د لاسه ورکولو وخت د وړاندوینې وړ نه دی.
له ښه مرغه په قوي احتمال سره، دا حس بېرته راګرځېدونکی دی.
پروفیسور کارل فیلپاټ، د برېټانیا د غوږ، ستونې او پوزې د څېړنیز دفتر رئیس، انډېپېنډېنټ ته وايي، چې د ذکام په څېر د پوزې ملائم بندښت کولای شي، «په کرونا وایروس د اخته کېدو وروسته د بویايي حس له لاسه ورکولو» لامل شي.
هغه زیاتوي: “که نسج د مایکروسکوپ لاندې کېږدو، وینو چې د بويايي حس د حجرې وېښته ډوله او نرۍ انتها مړاوې او غورځېدلې، چې په پایله کې حجره له چاپېریال څخه په سمه توګه رایحه (بوی) نشي اخیستلای.
پروفیسور فیلپاټ، وايي: “لیدل کېږي چې کرونا وایروس په پوزه کې زیاته تجمع لري او کلینیکي راپورونه څرګندوي، چې ناروغان تر ۱۴ ورځو پورې خپل بویايي حس له لاسه ورکوي. په لوړ ګمان وایروس یوازې د بویولو حس د عصبو د التهاب لامل کېږي، او د حجرو جوړښت ته زیان نه رسوي.
سرچینه:  Independent