افغانستان کې کروناویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړی بیړنی تشکیل جوړیږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
  • راپور: بشیر درویش

د ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازیګر د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي سره په غونډه کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دې وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.
ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د عامې روغتیا وزارت د ترسره شویو اقداماتو راپور وړاندې کړ وې ویل، د عادي روغتیایي خدمتونو او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې زموږ کارونه دوام لري.

د زیاتې پاملرنې غوښتنه

هغه له عامې روغتیا وزارت څخه د جمهوررئیس د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه او د کرونا ویروس خطرونو ته په پام یې په تدارکاتي پروسه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه وړاندیزونه وکړل.
د عامې روغتیا وزیر د مکافاتو او مجازاتو پر اصل هم ټينګار وکړ وې ویل، باید زموږ ظرفیتونه او صلاحیتونه زیات شي.
ډاکتر فیروز زیاته کړه:

«بین المللي بنسټونه باید په همغږي ډول کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې عامې روغتیا وزارت سره کار وکړي.»

ارګ به عاجل اقدامات کوي

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، حکومت کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیز اقدامات کړي، ولایتونو ته بودجه ځانګړې شوه، والیانو ته د دې بودجې د مصرف صلاحیت ورکړل شو او هغوی به د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې په غونډو کې حضور ولري.
ښاغلي صالح ویلي:

«که چېرې د والیانو په کړنو کې کوم ځنډ رامنځته کېږي، د جمهوري ریاست عالي مقام ریاست به یې د حل په برخه کې عاجل اقدامات وکړي.»

د جمهوررئیس لومړي مرستیال وویل، بین المللي بنسټونو سره باید د همغږۍ غونډه جوړه شي او والیان هم باید په کې برخه ولري.

د مقتدر کمیسیون او تشکیل غوښتنه

ارګ ویلي؛ د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل، باید یو مقتدر کمیسیون جوړ شي ترڅو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې صلاحیتونه او ځواب ویل له یوې سرچینې څخه ترسره شي.

ارګ؛ دا ناسته پرون مازیګر شوې ده

هغه پر دې په ټینګار سره چې د عامې روغتیا وزارت مسلکي ظرفیتونه باید زیات شي، زیاته کړ:

«د عامې روغتیا وزارت د عادي تشکیل ترڅنګ باید په دې وزارت کې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو لنډمهالی تشکیل هم جوړ شي.»

جدي ګواښ او د صلاحیتونو ورکړه

ولسمشر اشرف غني د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، کرونا موږ ته جدي ګواښ رامنځته کړی، باید په همغږۍ او ګډه مبارزه ورسره وشي.
هغه د جمهوري ریاست دویم مرستیال څخه وغوښتل ترڅو د روغتیایي عاجلو صلاحیتونو د ورکړې د منظور په موخه پر یوې لایحې کار وکړي او د تدارکاتي چارو د چټکتیا په موخه باید ملي تدارکاتو ادارې سره یوه غونډه جوړه او د اړتیا په صورت کې دې عاجل کارونه عملیاتي واحد ته وسپارل شي.
غني وویل:

«هماغسې چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودجې د مصرف لپاره والیانو ته صلاحیتونه ورکړل شوي، د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو ته به هم د شفاف او ځواب ویونکي میکانېزم په چوکاټ کې مشخص پولي واکونه ورکړل شي.»

ښاغلي زیاته کړه، باید د مکافاتو او مجازاتو لپاره واضح معیارونه موجود وي.

نه ځواب ویونکی تشکیل او د بل وړاندیز

ولسمشر غني څرګنده کړه، له مدیریتي نظره اوسنی تشکیل د روغتیایي خدمتونو د ټولو اړتیاوو ځواب نشي ویلی او عامې روغتیا وزارت دې په مرکز او ولایتونو کې د ځانګړي اضطراري تشکیل جوړولو په اړه په خپل وړاندیز کار وکړي.
نوموړي وړاندوویل:

«د کرونا ویروس ګواښ څخه وروسته باید یو کاري ټیم تیار اوسي چې د هغه راتلونګي ګامونه مدیریت کړي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې جمهوررئیس څرګنده کړه، بین المللي بنسټونو سره همغږي یوه اړتیا ده او د خپلو خبرو په پای کې یې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو څخه وغوښتل، ترڅو د رضاکارانو د ګمارنې لپاره خپله مدیریتي طرحه وړاندې کړي او همداراز د مصرف، اجراآتو، ګمارنو او تطبیق صلاحیت دې هم مشخص کړي.