- ژباړه: ملیحه ناصري
د بدو عادتونو پرېښودل کوم ستونزمن کار نه دی، ډېری وخت دا هم شونې ده چې ښه خویونه یې ځایناستي شي، خو دا کار وخت ته اړتیا لري. څېړنو ښودلې ده چې لږ تر لږه ۶۶ ورځې باید یو فکر یا کړنه تکرار کړو چې پر عادت مو بدله شي. ښايي ډېره به درته سخته ښکاري، خو له منفياندۍ لاس واخلئ، د دې په اړه فکر وکړئ، اخري ځل چې له یوه ناوړه خوی نه خلاص شوئ او مثبت مو زده کړ، نو ژوند کې مو څومره بدلون راغی. دا په یاد ساتئ چې بد خویونه مو شهرت او دندې ته زیان رسولی شي او د لرې کولو په موخه يې د انرژۍ مصرفول بېځایه کار نه دی. مه هېروئ چې داسې کومه جادوګره لاره نشته چې ټولو ته دې مناسبه وي. هر سړی د بېلابېلو لارو ترکیب ته اړتیا لري، خو موږ دغه لارې درته ښیو:
پلان لرل: د څېړنو پر بنسټ د پلان جوړول د بدو خویونو په پرېښودلو کې درسره مرسته کولی شي. داسې نه چې تش ووایئ (سر نننه به بېځایه انټرنټ نه کاروم) دا جمله بسنه نه کوي. باید د بدو عادتونو پرېښودل مو خپلې موخې وګرځوئ. له ډېرو زیان رسوونکو کړنو يې پیل کړئ او پرمختګ مو په پام کې نیسئ.
ځان ساتنه: باید خپلو تېروتنو ته متوجه شئ او تل دا در په یادوئ چې تاسو د څه لپاره هڅه کوئ دا ناوړه خویونه پرېږدئ. خپله اراده ټينګه ساتئ. د ځان، عادتونو او احساساتو پېژندنه مو مه هېروئ. کله چې هڅه وکړئ دا درېواړه وپېژنئ، نو دا چاره درته اسانوي.
د سمې لارې ټاکل: ځینې په سمدستي پرېښودلو هغه کار پرېښودلی شي او ځينې د کار په محدودولو یا کمولو، نو تاسو پیدا کړئ چې کومه لاره درته مناسبه ده، یو دم يې پرېږدئ که ورو ورو، مثلاً: تاسو غواړئ چې انټرنټ ځتي کم وکاروئ، نو لومړی به داسې کوئ چې کارونه به یې په هر ساعت کې پينځو دقیقو ته راټيټه کړئ، بله ورځ به په هرو دوو ساعتونو کې پينځه دقیقې ڼېټ کاروئ، وروسته له هغه به په هرو دريو ساعتونو کې پينځه دقیقې او…
خنډ جوړول: مثبت اندی ارواپوه (شان آشر) په خپل کتاب (د خوښۍ نعمت) کې وايي: د عادتونو پر وړاندې د خنډ جوړول د هغوی په پرېښودلو کې مرسته کوي. مثلاً که په کاري وخت کې د ټویټر چک کول مو عادت شوی وي، کولی شئ انټرنټ پرې کړئ یا له دوامداره کتلو يې ډډه وکړئ. همدارنګه کولی شئ که شوني وو له هر هغه کس، ځای یا څيزونو څخه ځان وساتئ چې تاسو بد عادت ته ورګرځوي یا هڅوي.
مثبتې کړنې: ډېری وخت د بدو عادتونو پر ځای د مثبتو عادتونو زده کول د هغوی په لرې کولو کې مرسته کوي. مثلاً پر خلکو د ملنډو وهلو پر ځای کولی شئ نور هغوی وستايئ.
ځان ستاینه: د بدو کارونو په کولو سره په وجود کې د دوپامین په نوم یو هورمون چې د ستایلو او اپرینۍ (آفرین) دنده لري، خپل فعالیت پرېږدي، که چېرې بد عادتونه مو ورک کړئ دوپامین بېرته خپل فعالیت پيلوي. مهمه نه ده چې تاسو څه رقم له ځانه منننه یا ستاینه وکړئ، مقصد چې د بدو کارونو پرېښودلو لپاره له ځانه منندوی شئ، بسنه کوي. مثلاً کېدی شي ځان ته د خپلې خوښې وړ خواږه واخلئ. یا کوم رسټورانټ ته ولاړ شئ.
د نورو مرسته: په پای کې له تاسو غواړو چې له خپلو ملګرو، کورنۍ او همکارانو وغواړئ چې د بدو عادتونو په پرېښودو کې درسره مرسته وکړي. خپله موخه ورته وښيئ او له هغوی وغواړئ چې تېروتنې مو درپه یاد کړي. دا کار مو مسوولیت منونکي کوي او انګېزه درکوي یا هڅوي مو.