روغتیا وزیر: کرونا ویروس به هیواد کي تر ډیسمبر میاشت پوري وي!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو له لوړېدو وروسته روغتیا وزارت ددغه ناروغۍ په وړاندي د لا زيات چمتوالي خبره کوي.
د عامي روغتیا وزیر فېروزالدين فيروز د سې شنبې په ورځ کندهار کې خبريالانو ته وویل، چې د هېواد په کچه د کرونا ويروس د محوې لپاره هڅي همږغي او چټکي شوي او اټکل دا دی، چې دغه ناروغي به د روان ۲۰۲۰ کال تر ډیسمبر میاشت پوري په افغانستان کي وي.
فیروز زیاته کړه:

((زما وړاندوینه داده، چي کرونا ویروس به تر ډیسمبر میاشت پوري په افغانستان کي وي، که څه هم دا وړاندوینه تر اوسه صحیح او حقیقت نلري.))

فيروز همداراز وايي، چې د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره د کندهار په سپين بولدک، د ننګرهار په تورخم او ځینو نورو سرحدي سيمو کې تدابير زيات شوی او هېواد ته راتلونکي کسان هم په جدي توګه څارل کیږي.

د روغتیا وزیر وایي کندهار کې يې طبي امکانات زيات کړي او هغه لابراتوار يې هم پرانيستی، چې د کرونا ويروس د معلومولو لپاره ځانګړی شوی دی.
پر همدې مهال د کندهار ولایتي چارواکي وایي د کرونا ناروغۍ لپاره ځانګړې شوې بودیجه به له لېږد وروسته د عامه پوهاوي، روغتيایي تجهيزاتو د رانيولو او بشري مرستو په برخو کې ولګوي.
په هېواد کې تر دې دمه د کرونا ويروس ۴۲۳ مثبتي پېښي ثبت شوي، چې زيات يې هرات او کندهار ولایتونو کې دي.
دغه وېروس لومړی د چین له اووهان ښار نه خپور، چې اوس ټولي نړۍ ته رسېدلی دی.