د برازیل ولسمشر خپلو خلګو ته د عبادت او روژې نیولو امر کړی!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د برازیل ولسمشر جاییر بولسونارو خپلو ټولو هیوادوالو ته امر کړی، چي راتلونکې یکشنبه د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه عبادت وکړي او روژه ونیسي.
هغه خپلو خلګو ته سپارښتنه کړې، له خدایه وغواړئ، چي برازیل د دې شیطان څخه په امان کي اوسي.
د برازېل هیواد دې ولسمشر تېره جمعې ورځ د برازیل هیواد د بیلابیلو اقشارو سره ولیدله او د دې طرحي په وړاندي کولو ئې د هغوی تائید لاسته راوړ.
له هغه وروسته بولسونارو له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي د ټولو مذهبي مشرانو سره ئې تر سلا مشورې وروسته پرېکړه کړې، چي د برازیل ټول خلګ باید یو ورځ عبادت او روژه ونیسي، تر څو د کرونا ویروس څخه وساتل سي.

هغه وویل:

((د مذهبي مشرانو سره تر خبرو وروسته له ټولو هیوادوالو غواړو، چي یوه ورځ عبادت او روژه ونیسئ، تر څو له دې شیطان څخه مو خدای ج وژغوري.))

کله چي کرونا ویروس په نړۍ کي د خپرېدو په حال کي وو د برازیل ولسمشر خپلو خلګو ته د ډاډ ګریني ترڅنګ دې ویروس ته ارزښت نه ورکاوه.
خو وروسته چي کرونا ویروس تر ۲۰۰ ډیرو هیوادونو ته ورسېد، نو د برازیل ولسمشر خپلو خلګو ته د دې ویروس څخه د ساتني په موخه یو لړ سپارښتني وکړې.
برازیل کي تر دې دمه تر ۱۲ زرو زیات کسان په کرونا اخته سوي او تر ۵۰۰ ډېر بیا له دې ویروسه مړه سوي دي.