د پلي تګ له ګټو خبر یاست؟ دلته یې ولولئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
  • ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

۱ـ قدم وهل د وزن زیاتوونکو جینونو اغېزې له منځه وړي
د امریکا د هاروارد پوهنتون څېړونکو ۳۲ هغه جینونه په ۱۲۰۰۰ کسانو کې وڅېړل، چې د بدن وزن زیاتوي، چې دا یقیني کړي چې په کومه اندازه دا جینونه د زون په زیاتېدو کې مرسته کوي.
تر څېړنې وروسته معلومه شوه هغه کسان کوم چې په دغو ۱۲۰۰۰ کسانو کې یې په ورځ کې فقد یو ساعت پیاده چابک تګ کوي د هغو نورو په اندازه چې پلي تګ نه کوي د وزن زیاتونکو جینونو نیمو هغو اغېزي یې له منځه تللي وو.
۲ – قدم وهل د شکرې، ګلوکوز په کمښت کې مرسته کوي
د اکستیر پوهنتون په دوو څېړنو کې دا وموندل چې ۱۵ دقیقې قدم وهل د زیاتې خواږه خوړلو اشتها کنټرولوي او همدا شان د هغو خوړول شوو خوږو اندازه اثر کموي کوم چې تشویشي حالاتو کې خوړل شوي وي. او همدا ډول نوي څېړني دا تاییدوي چې قدم وهل د مختلفو خوږو لرونکو خوړو خوړل کنټرولوي، مطلب دا چې د خوږو لرونکو خوړو خوړل کموي.
۳ ـ قدم وهل د ثدیه (تیو) د سرطان د خطر په ډېروالي کې کمښت راولي
د اوسني وختونو څېړونکي پر دې پوهېدلي چې هر ډول فزیکي عمل د سرطان د خطر په کمښت کې مرسته کوي، خو د امریکا د سرطاني مطالعې یوې اتحادیې ویلي چې هغه ښځې چې په اونۍ کې تر ۷ ساعته زیات قدم وهي ۱۴ سلنه یې د ثدیې د سرطاني خطر، نسبت هغو ښځو ته کم دی چې په اونۍ کې ۲،۳ ساعته پلي تګ کوي. او همدا شان پیاده تګ د هغو ښځو ساتنه کوي، کومې چې د تیو په سرطان اخته وي، ډېر وزن ولري او یا کیمیاوي هورمونونه اخلي.
۴ـ پیاده تګ د بندونو درد اراموي
په ډېرو مطالعاتو کې دا معلومه شوې ده چې پیاده تګ د بندونو د التهاب او ورسره پېښېدونکي دردونه کموي، همدا ډول په اونۍ کې ۶-۵ میله پیاده تګ کول د بندونو د التهاب کېدو څخه مخنیوی کوي، پیاده تګ د ټولو بندونو، خصوصاً د ځنګون او ورانه بندونو ساتنه کوي، کوم چې په زیاته کچه د ډېر فعالیت او حمایوي عضلاتو له کبله د بندونو له التهاب سره مخ کېږي.
۵ ـ پیاده تګ د بدن معافیت زیاتوي
پیاده تګ د یخ او زکام په موسم کې ستاسو ساتنه کوي، یوه څېړنه چې پر ۱۰۰۰ سړیو او ښځو سرته رسېدلې ده پکې په ډاګه شوې، هغه کسان چې لږ تر لږه په اونۍ کې ۵ ورځې او په ورځ کې لږ تر لږه ۲۰ دقیقې قدم وهي تر هغو کسانو چې یوازې په اونۍ کې یو ځل تمرین کوي ۴۳ سلنه یې د ناروغۍ ورځې کمې او لږې وي.
همدا ډول دا کسان که په ناروغي که په ناروغۍ اخته هم شي، نو د لنډ وخت لپاره وي او د ناروغۍ نښې یې جدي نه وي.