- ارواپوه: “فرحان ‘ظفر ‘
- ژباړنه: مهر تاج
په کور کې مسلسل قرنطین او د کورونا وایرس ترهیدلي خبرونو لیدل او اورېدل لویانو او ماشومانو د مختلفو رواني/ ذهني ستونزو سره مخ کولای شي.
ډیپریشن یا ژور خفګان: ذهني او جسماني اذیت لرونکي اندېښنو ته ډیپریشن ویل کېږي چې د انسان ذهني توازن له لاسه ورکول، په تصمیم نیولو کې ستونزه لرل، طبعیت یې ستړی، د پښیمانۍ او مجبورۍ احساس، مایوسي، بې خوبي، کنجکاوې، د خوښې په څېزونو کې دلچسپې نه لرل، ډېر خوراک، د وجود یا سردرد لرل، تنهایي، خودکشي کول او نور ورته لاملونه پکې شامل دي.
اینګزایټي یا اندیښنه: د دروني نا قراریو او اندېښنو لپاره کارول کېږي، چې نښې یې عبارت دي له غیر فطري عصبي رویه لکه پرلپسې ګرځیدل/قدم وهل، جسماني دردونه، ویره، د خوب بې نظمي، نارامي، د ساه بندښت،د زړه درزا زیاتېدل یا کمېدل، خوله وچېدل او داسې نور عوامل شامل دي.
خراب موډ/ طبعیت
نا امیده کېدل ( Frustration)
کیبین فیور (Cabin fever)
د پرلپسې بند ساتلو له امله رامنځته کېږي.
چې نښې یې عبارت دي له: مسلسله ستړیا، سستي، خفګان، فکر پر یو ځای کې بندیدل، زغم نه لرل، لوږه ډېرېدل، تحرک کمېدل، پاڅېدل غمېدل، زر زر وېدېدل، نا امیدي، د وزن زیاتېدل یا کمېدل او قوت له لاسه ورکول شامل دي.
کوښښ وکړئ چې له اوږدي مودي، ډېر تنها اوسېدلو ډډه وکړئ، ځکه په رواني ناروغیو مو اخته کولای شي. د یادي مسئلې څو بنیادي وجهې دلته ذکر کوو:
ـ مونږ د خپلواکۍ ذهنیت له لاسه ورکوو.
ـ له نورو انسانانو سره د ګډېدلو توانایي څخه محرومېدل.
ـ د خپلو صلاحیتونو او استعداد په نه کارولو احساس مجبوري کول.
له دې څخه د ژغورلو لپاره ذکر شوي تدابیر ګټور تمامېدلی شي:
۱، د کورنۍ ټول غړي په ګډه پلان جوړ کړئ؛ په راتلونکو ورځو خبرې وکړئ، خپلې کمزورۍ او ښېګڼې وسنجوئ چې څوک د کوم کار وړتیا لري. دا به مو د کورونا تنهایۍ سره د جنګېدلو پیل وي. دیته مهالویش هم ویلي شو.
۲، د ماشومانو او خپل منځي (والدینو) تر منځ د خبرو اترو حکمت ( بره پرې غږیدلي یو) عملي کړئ تر څو د کورنۍ غړي مو نه تنها اصلي صورت الحال ومني بلکې ورسره د مخ کیدلو عزم هم باید ولري.
۳، روټین (د مخکې ورکړل شوي ترتیب مطابق) ضرور جوړ کړئ، لیکن په زوره /مجبوراً عیارولو څخه ډډه کول غوره دي، له روټین څخه هدف رضایت دی، هېڅ ډول ذهني فشار نه باید کار وانخیستل شي.
۴، د رواني و ذهني ستونزو څخه د خلاصون تر ټولو موثره حربه فزیکي بوختیاوو ډیرښت دی، یعني تمرین او لوبي/ ساعتیری او نور کول، دا مو نه تنها موډ راجوړوي، بلکې برعکس مو ذهني قوت پیاوړی کوي.
ماشومان د فزیکي بوختیاوو نه پرته ډېر زړه تنګي کېږي او د ناهېلۍ ښکار کېږي ـ ماشومانو سره د تمرین مختلفو طریقو څخه کار اخیستل دوی ته بهتره ذهني کیفیت ورکوي.
۵، د کورني قرنطین په موده کې د وړو وړو بریاؤ لاسته راوړنو احساس ډېر هیله بښونکی او پُرسکونه څیز دی، هغه که تعلیمي کار وي، یا دفتري کار، د کور کارونه وي او که د پوهنتون. په وړو وړو لاسته راوړنو یو و بل حمایت کړئ، شاباسۍ ورکړئ، کوچنۍ موچنۍ ډالۍ ورکړئ، پدې سره د ټولو په درون کې د بل کار یا لاسته راوړنې حوصله/ هيله پیدا کېږي.
له دې علاوه د کورنۍ غړي هم سره په ګډه کارونه او بوختیاوې کولای شي، لکه د شپې د فلم کتلو پلان نیول، د کور ارایسته کول، رنګول وغیره…
۶، پدې ستونزمن حالاتو کې یو و بل سره یو ځای وخت تیر کړئ یا د بوختیاو موقع ورکړئ. د دې تر څنګ د خپلې کورنۍ په روایاتو دود و فرهنګ له خپلو بچو سره وغږېږئ، معلومات ورکړئ یا هم په نویو دودونو په رامنځته کیدو د اولادونو نظریات واورئ، دا مو د قرنطین موده خوندوره یا په زړه پورې کوي.
۷، که څه هم په عملي توګه له خپلوانو او دوستان کره په تګ راتګ بندیز لګیدلی دی؛ د ټیکنالوژۍ په ذریعه ورسره په اړیکه کې پاتې / وصل کیدلی شئ.
عموماً ماشومان ټولنیز لیدل کتل خوښوي، له دوی سره د مختلفو ټولنیزو رسنیو له لارې د خپلو تجربو شریکولو مرسته کولای شئ، که چیرته ماشومان ډېر کوچني وي نو د ویډیو کال په وسیله یې د خپلوانو او دوستانو سره په اړیکه کې ساتلی شئ.
۸، دغه ستونزمني ورځې د راتلونکي لپاره په ښو خاطرو بدلي کړئ، خپلو ماشومانو ته د دې احساس ورکړئ، چې په سختو شرایطو کې یې هم تاسو ترڅنګ یاست، په ذهنونو کې یې دا ټکی کښېنوئ چې ” د ژوند مصروفیت زمونږ له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو څخه وخت اخیستی وي، پدې ورځو کې یې ښه فرصت دی .
خپل ځان او بچیانو ته وښیئ، چې کله کله ‘ هېڅ نه کول او ځان وزګارول ‘ د ژوند لپاره څومره ضروري او ښکلې تجربه وي.