د راپورنو په حواله کرونا ویروس ایټالوی کلب یوونټوس له سختو مالي ستونزو سره مخ کړی، نو په همدې اساس دا لوبډله د پيسو پيداکولو په موخه غواړي د نړۍ نوموتی لوبغاړی کریسټيانو رونالډو خرڅ کړي.
کرونا ویروس، چي د نورو هیوادونو ترڅنګ ئې ایټالیا هم سخته ځپلې، نو ایټالوی کلب یوونټوس هم د سختو مالي ستونزو سره مخ دئ، چي په همدې اساس راپورنه ورکول کیږي، چي دا لوبډله ممکن رونالډو خرڅ کړي.
دا چي کرونا ویروس دا ایټالوی کلب د مالي ستونزو له اړخه سخت ځپلی، د نورو لوبغاړو په پرتله د کریسټیانو رونالډو حقوق په دې لوبډله کي ډېر دي، نو په همدې اساس دا لوبډله ئې حقوقو ته عاجزه سوې.
راپورونه وايي، چي یوونټوس کلب له سختو مالي ستونزو سره مخ دئ، چي په راتلونکو څو فصلونو کي به له مالي اړخه بیا خپل پخوانی ځای ونه نیسي.
د دې لوبډلي مسئولین غواړي، چي لوبډله ئې بیرته پر پښو ودریږي، نو د هغو څخه ئې یو هم دا د رونالډو خرڅول دي او ښې پيسې ترلاسه کول دي.
تر اوسه نده معلومه، چي دې کلب د رونالډو خرڅولو ته څومره پيسې ټاکلي.
بخلوا بیا ځیني راپورنه وايي، چي د رونالډو پخوانۍ لوبډله منچسټر یونایټيډ او پاستژرمېن هغه دوې لوبډلي دي، چي د رونالډو رانیولو ته ئې زړه ښه کړی او ورته پوره چمتوالی لري.
رونالډو د ۲۰۱۸م د جون میاشتي په ۱۰مه نېټه د ۱۱۲میلیونه یورو په ارزښت د ریال ماډریډ څخه یوونټوس لوبډلي ته ولاړ.
تر دې دمه د یوونټوس لپاره رونالډو په ۴۸ لوبو کي ۳۷ ګولوهني ترسره کړي دي.