آیا د تبې کمولو درملو خوړل به په کورونا وایرس اخته ناروناغو ته ضرر ولري؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

‏اروپایي درملو اتحادیې ویلي، داسې هېڅ شواهد نشته، چې دا ثابته کړي چې د تبې کمولو دواګانې لکه ‘ابروفن ‘هغو ته چې په افغانستان کې ‘بروفن’ ویل کېږي، د نوې کورونا وایرس د کووډ ۱۹ ناروغی شدت کې ډیروالی راوستی وي.
اروپایي درملو اتحادیي ( IMA) ویلي، چې د تداوی چارې زمونږ د څار لاندې دي، ناروغانو او ډاکټرانو په ټولو تداوي آپشنو یا غوراويو غور کېږي، چې په هغې کې د تبې یا درد کمولو درمل لکه ‘پیراسیټامول او ابروفن هم شامل دي.
دا موضوع هغه مهال راپورته شوه، کله چې د فرانسي روغتیایي وزیر “اولیور ویرن ” په ۱۴ د مارچ د  سوشل میډیا له لارې په خپله وینا کې ویلي و چې « په کورونا وایرس اخته کسان دې له داسې درملو لکه ‘ابروفن،  اسپرین ‘ او ورته نورو درملو خوړلو ډډه وکړي.»

د فرانسي د روغتیا وزیر اولیور ویرن

دۀ ویلي وه چې د ‘ابروفن ‘ او ورته نور د تبې او درد کمولو درملو خوړل د کووډ ۱۹ ناروغ  حالت لا خرابه کولی شي.
د فرانسي روغتیایي وزارت زیاته کړې وه چې یادو درملو خوړل به د ناروغانو روغتیا لا خرابه کړي،نو ځکه ناروغان دې له یادو درملو خوړلو ډډه وکړي.
فرانسوي وزير دا خبرداری وروسته تر هغې ورکړی چې روانه میاشت په ساینسي جریده “دي لانسیټ” کې يوه څېړنه خپره شوه چې پکې اشاره شوې وه چې خاص قسم درمل د انساني حجرو پر سطحه د ايس۲ ریسیپټرز (نهایت کوچني ذره بيني موجودات) شمېر زياتوي.
پام مو وي چې د کورونا وایرس دې ریسیپټرز په کارولو سره حجرو ته ضرر رسوي، ناروغان د دې درملو په کارولو سره د کورونا وایرس په مقابل کې کمزورې کوي، چې له دې درملو جملې څخه یو هم ابروفین دي.
د فرانسوي وزیر له خبرو وروسته اوس اروپایي “هلت باډي ” یادې خبرې رد کړي .
له دې مخکې درمل جوړونکي کمپنۍ ” ریکټ بینکیسر ” ویلي و چې د یاد راپور څېړنه به کوي، چې پکې ویل شوي و؛” په ابروفین کې موجوده مادي ناروغ ته ضرر رسوي ”
اوس اروپایي درمل جوړونکي اتحادیې په خپله وینا کې ویلي، چې د اروپایي اتحادیي “نیشنل ټرینمنټ ګائیډ لاینز ” په حواله؛ ناروغان او طبي ماهرین د تبې کمولو درمل لکه ابروفن او ورته درمل کارولای شي، البته ځانګړې/لارښوونو اصولو ته په پام کې نیولو سره.
اوس مهال د طبي لارښوونو په حواله ابروفن او ورته درمل باید کم وکارول شي.
اروپایي اداري دا هم ویلي چې دوی به د داسې څېړنېز راپور څخه حمایت وکړي، چې پکې د کووډ ۱۹ په ناروغانو یې مثبت اثر کړی وي.
په همدې هکله تیره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان یوه چارواکي ویلي و، چې ماهرین یې پدې هکله لا هم د لارښوونې په پراخوالي کار کوي.
دوی ویل:
«زمونږ مشوره ده، که چیرته تاسي (ناروغان او طبي ماهرین) درمل پخپله انتخابوئ، نو د ابروفن پر ځای پیراسیټامول ته ترجیح ورکړئ، خو که چیرته درته ډاکټر د ابروفن سپارښتنه وکړي، نو بیا حتمې ابروفن استعمال کړئ.»