- لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
د خپلو ماشومانو د ښې روزنې لپاره لاندې ټکي مهم دي:
۱ـ تل باید هڅه وکړو چې ماشومان مو د کمترۍ احساس ونه کړي، چې په خپل ځان یې د باور کچه لوړه شي.
۲ـ ماشومان مو باید له خپلو نورو همزولو سره پرتله نه کړو.
۳ـ هېڅکله له کوچنیانو سره داسې لوبه ونه کړو چې هر وخت ماشوم پکې ګټونکی شي، بلکې ځینې وخت یې پرېږدو چې لوبه وبایلي، چې ناکامي هم تجربه کړي او په دغه وخت کې ورته د هغه مخکینۍ بریا ور یاده کړو، دا به ډېره غوره وي چې هغوی ته بایلل او ناکامي ډېره بې ارزښته وښودل شي. زیاتره وخت د هغوی د لوبو په لیست کې نارقابتي سیالۍ وټاکو.
۴ـ د خپلو ماشومانو ټولو خبرو ته غوږ ونیسو، خبرې یې باید پرې نه کړو او یا هم جمله یې بشپړه نه کړو، ټولو خبرو ته یې او هغه احساس ته یې پام وکړو، چې په هغوی کې نغښتی دی.
۵ـ کله چې مو ماشومان آرامتیا ته اړتیا لري، مه خواشیني کېږئ، خپل اولاد ته ارزښت ورکول د دې سبب کېږي، چې له هغه سره صمیمي او عاطفي اړیکه ټینګه کړئ، دا ستاسو د ماشومانو د درنښت او عزت تر ټولو پیاوړی او بنسټیز ځواک دی.
۶ـ د خپلو اولادونو خوبونو ته، چې موږ ته یې وایي، باید غوږ ونیسو.
۷ـ د خپل اولاد بریاوې، که هر څومره کوچنۍ هم وي باید وستایو.
۸ـ کله چې مو ماشومان درسره خبرې کوي، هرو مرو یې د خبرو ځواب ورکړئ، د ډالیو تر ټولو ارزښتمنه لاره دا ده، چې خپل ځان هغوی ته په اختیار کې ورکړئ، د خپلو اولادونو خبرو ته نه پاملرنه، د دې سبب کېږي، چې هغوی دا احساس کړي، چې یو بې ارزښته او بې اهمیته کس دی.
۹ـ خپل ماشومانو ته باید ور زده کړو چې له کورنۍ، ملګرو او نورو وګړو سره څه ډول چلند وکړي.
۱۰ـ خپل اولاد ته د ورځنیو عادي کارونو د مسوولیت سپارل، د دې لامل کېږي، چې سبا ته هغه د ډېرو سترو کارونو مسولیت هم پر خپله غاړه واخلي.
۱۱ـ خپل اولادونه باید ونه رټو او یا هم بدې خبرې ورته ونه کړو.