د فوټبال هغه لوبغاړي چي هیڅ کله ئې لوبو کي سور کارډ ندی ترلاسه کړی!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د فوټبال په میدان کښي زیاتره وختونه د فوټبال داسي لوبي ترسره کیږي، چي د زیاتو خطاوو له امله ډیرو لوبغاړو سره کارډونه د لوبڅار له لوري ترلاسه کړي او له لوبي وتلي.
خو داسي لوبغاړي هم تېر سوي دي، چي د خپل لوبیز ژوند په بهیر کي ئې د لوبڅار له لوري هیڅ وخت سور کارډ ندی ترلاسه کړی او له لوبي څخه ندي وتلي.
موږ په دې لیکنه کي هغه ۶ لوبغاړي درته ښیو، چي په خپل لوبیز ژوند کي ئې هیڅ وخت د لوبڅار له لوري سور کارډ ندی ترلاسه کړی.
دا هغه لوبغاړي دي، چي په نړیواله سطحه پېژندل سوي لوبغاړي دي او په وتلو هیوادونو او وتلو کلبونو کي ئې لوبي ترسره کړي دي.
۱ـ فیلیپ لام د جرمنۍ ملي لوبډلي لوبغاړی وو، چي ۶۵۲ لوبي ئې ترسره کړي دي.
دې لوبغاړي په خپل لوبیز ژوند کي، چي ټولي ئې ۶۵۲ لوبي ترسره کړي، هیڅ وخت د لوبڅار له لوري سور کارډ ندی ترلاسه کړی.
فیلیپ لام د جرمنۍ لوبډلي ترڅنګ په بایرن مونیخ فوټبال کلب کي هم لوبېدلی، چي د جرمني ترڅنګ د بایرن مونیخ لوبډلي لوبډلمشر هم وو.

۲ـ ګري لینکر د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب لوبغاړی وو.
هغه په خپل لوبیز ژوند کي ۶۴۷ لوبي ترسره کړي دي، چي په یادو لوبو کي ئې د لوبڅار له لوري هیڅ وخت سور کارډ ندی ترلاسه کړی.

۳ـ کریم بنزیما د فرانسې هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او ریال ماډریډ فوټبال کلب تکړه بریدګر لوبغاړی دئ.
هغه په خپل لوبیز ژوند کي تر دې دمه ۷۳۰ لوبي ترسره کړي دي.
کریم بنزیما په یادو ۷۳۰ لوبو کي هیڅ کله د لوبڅار له لوري سور کارډ ندی ترلاسه کړی او د لوبي څخه ندی وتلی.

۴- آندر انیسټا د اسپانیا هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او د بارسلونا کلب تکړه مرکزي لوبغاړی وو.
هغه په خپل لوبیز ژوند کي تر دې دمه په ۷۱۷ لوبو کي ګډون کړی.
انیسټا هیڅ وخت په خپل لوبیز ژوند کي د لوبڅار له لوري سور کارډ ندی ترلاسه کړی.

۵ـ رایان ګیګز د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلي او منچسټر یونایټيډ کلب تکړه لوبغاړی وو.
هغه د انګلستان ملي ټيم او منچسټر یونایټيد کلب لپاره ۹۶۳ لوبي ترسره کړي دي.
دې لوبغاړي هم هیڅکله په خپل لوبیز ژوند کي د لوبڅار له لوري سور کارډ ندی ترلاسه کړی.

۶ـ رائول ګنزالس د اسپانیا فوټبال ملي لوبډلي او ریال ماډریډ کلب تکړه لوبغاړی وو.
ګنزالس بیا په خپل لوبیز ژوند کي ۹۳۲ لوبي ترسره کړې.
هغه هم په یادو لوبو کي هیڅ وخت د لوبڅار له لوري سور کارډ ندی ترلاسه کړی او له لوبي څخه ندی وتلی.

په یادو لوبغاړو کي فیلیپ لام، ګري لینکر، رایان ګیګز او رائول ګنزالس هغه څلور لوبغاړي دي، چي کلونه مخکي ئې د فوټبال سره مخه ښه کړې، خو کریم بنزیما او اندرس انیسټا بیا هغه فوټبالران دي، چي اوس هم لوبیږي.
کریم بنزیما اوس د ریال ماډریډ لپاره په بریدګره برخه کي لوبي ترسره کوي.
خو اندر انیسټا بیا د فوټبال په اخرنیو ورځو کي شتون لري او د چین هیواد د یوه کلب سره اوس تړون لري، چي ممکن دی هم ډېر ژر د فوټبال سره مخه ښه وکړي.