- ژباړه: نسیمه محمدي
د لاسونو رېږدېدل یا تر مور د ماغزو او اعصابو د ناروغیو یو ډول دی، چې په لومړیو کې نښې نښانې نه لري او د وخت په تېرېدو یې اعراض ښکارېږي. د لاسونو رېږدېدل ډېری وخت د خطرناکو ناروغیو نښه نه ده، مګر په ورځنیو چارو کې د اختلال سبب کېدای شي یا د ماغزو او اعصابو اړوند ناروغیو په هکله یو خبرداری وي.
که څه هم د کیمیاوي درملو د کارولو په اړه بېلابېل عقاید شته، خو د روغتیايي متخصصانو له نظره د جسمي او رواني ستونزو د درملنې لپاره یوه عامه حللاره د درملو کارول دي. د درد کمولو په موخه د درملو دوامداره خوړل، ممکن په لنډمهاله کې د فرد د ناروغۍ د ښهوالي سره مرسته وکړي، خو په اوږدمهاله کې د ډول ډول ناروغیو، چې یوه یې د لاسونو رېږدېدا ده، سبب شي.
په شپه او ورځ کې له ۸ ساعتونو کم خوب، د مغز د فعالیت د کمښت او د بدن د دفاعي سیسټم د تضعیف سربېره، کولای شي یوه ستړې ورځ، د ستړیا او د لاسونو د رېږدېدو سره په اشخاصو کې رامنځته کړي. د بې خوبۍ د خطرناکو عوارضو څخه بل هم د بدن د هورمونونو بدلون، د لید اختلال، مغزي او قلبي حملې، ډېره اشتها، د وینې لوړ فشار او د وېښتانو شدیده تویدنه یادولای شو.
«کافئین» په نړۍ کې یو د ډېرو پلورل شویو او معمولي درملو په توګه پېژندل شوي.
ډېری دنده لرونکي او زدهکړیالان د ستړیا، هوښیارۍ او ويښ پاتېدو لپاره، کافئین کاروي، خو د روغتیاپالانو په آند د کافئین ډېر مصرف د ډول ډول ناروغیو، لکه د وزن کمېدل، آلزایمر، پارکینسون، د وینې قند لوړېدل، بې خوبي، سر درد، خپګان، د لاسونو رېږدېدل، په اومېندواره مېرمنو کې د جنین د ودې ځنډېدل او مړه کېدل او د جنین د زړه ناطبیعي رېتم دي.
استرس کولای شي بېلابېل لاملونه ولري، په اصل کې د یوې پېښې واقع کېدل، شاید د یوکس لپاره د استرس وړ او بل کس ته هېڅ نامطلوبې پایلې ونه لري، خو اوږدمهاله او مکرر استرس ممکن خطرناک عوارض، لکه په مغزي سیسټم کې اختلال، آلزایمر او د لاسونو لړزې په توګه ښکاره شي.
پارکینسون ناروغي د اعصابو یوه ویجاړوونکې ناروغي ده، چې د لومړي ځل لپاره برېټانوي پوه، جېمز پارکېنسون په ۱۸۱۷م کشف کړه او دې پوه وروسته پارکېنسون ناروغي (رېږدېدونکی فلج) ونوموله. په اصل کې د پارکېنسون ناروغۍ مشخصه نښه، د لاسونو لړزه او د حرکتونو ورو کېدل دي.
سرچینه: yjc.ir