یو نقیب مړ شهید شو؛ یو پښتون راپاڅېده د نړۍ ټول پښتانه یې په غورځنګ راوستل، د نړۍ کونج کونج ته یې اواز ورسیده؛ هره ورځ په لسګونو حتی سلګونو افغانان شهیدانېږي، مسولین یې یوازې سیاسون او چارواکي حکومت ګڼل کېږي، یو افغان پیدا نشو چې د دې مظلوم او قرباني شوې ولس اواز شي،نړۍ ولړځوې.
لر او بر یو افغان دی دا “حقیقت “دی؛ د بر افغانانو د کوزې پښتونخوا افغانانو سره ښه په اخلاص ونډه واخیسته او لا یې اوږه ورکړي ده، اما د بر افغانانو په بدبختیو او بې ګناه وژلو هېڅ لر افغان پاڅون ونه کړ، دا هم یو “واقعیت” دی.
زما د قام زلمې/ پیغلې بیا راته د اخلاقو سندرې غږوې، وایي: “اخلاقي شعور مهم دی “اخلاقي شعور حرکت کوي د پښتین غورځنګ لپاره، هر ملک، هر ځای هر قونسل مخې ته مظاهري او غونډې نیسي، اما هېڅ کومه ورځ یې یو حرکت په افغانستان کې د خپلې اصلې او نږدې وینې د روانو وحشتونو او بې ګناه وژلو لپاره کوم عکس العمل ونه ښود، وه یې نه غنده، د امن غوښتلو او وینو بندیدلو ناره یې پورته نه کړه، آخر ولې؟
اخلاقي شعور څخه مسلماني/شرعي شعور، انساني شعور مهم دی، که دا په انسان کې پیدا شي، اخلاقي شعور ورسره مستقیم رامنځته کېږي، لازم و ملزوم دی.
ګیله مې وشې؛
حقیقتونه پټ نه دي او په واقعتونو باید سترګې پټي نشي!
د بر افغانانو لپاره هم یو پاڅون، یو غورځنګ ته حرکت ورکول پکار دي، د یو زلمې/ یوې پیغلې یو غږ او یو اواز اوچتول پکار او نړۍ راویښول پکار دي.
د خدای زور د ولس زور دی، زمونږ ولس ویده دی.. ویده!
خو نه، الله تعالی بهتر پوهېږي؛ کوم قام چې خپل حالت پخپله تغیر نه کړي، الله تعالی یې نه تغیروي حال د داسې قام!