د موناکو پاچا هم په کرونا اخته شو

سپینه تجريدي ډیزاین
  • ژباړه: نسیمه محمدي

د موناکو ماڼۍ اعلان وکړ، دویم شهزاده آلبرت د موناکو پاچا په کرونا وایروس اخته شوی دی.
د موناکو ماڼۍ د پنجشنبې پر ورځ په یوې خپرې شوې بیانیه کې وویل، د ۶۲ کلن آلبرت روغتیا د اندېښنې وړ نه ده.
دا بیانیه وړاندې وايي: “په داسې حال کې چې شهزاده آلبرت د خپل آپارتمان څخه په قرنطینیه کې خپلې چارې پر مخ وړي، د هغه روغتون روغتیاپالانو له لوري یې درملنې کېږي، چې د نوموړي د مور شهزاده‌ګۍ ګریس په نامه نومول شوي وو.
دا خبر په داسې حال کې خپور شوی، چې شهزاده آلبرت، د کوويد- ۱۹ د مخنیوي لپاره تېره ورځ د موناکو ماڼۍ د یو لړ اقداماتو څخه پرده پورته کړه.
درې ورځې وړاندې، شهزاده آلبرت په موناکو کې د ډلو او ګڼې ګوڼې څخه منع وکړه او ويې ویل، یوازې باید د خوړو د ترلاسه کولو او د درملو د لاسته راوړلو په خاطر د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
نوموړي د موناکو اوسېدونکو ته وویل: “د دې بحران څخه وتل، ستاسې د وړتیا او د روغتیايي ټکو په پام کې نیولو سره  تړاو لري.
همدارنګه د پنجشنبې پر ورځ اعلان وشو، چې د (ګِران پري) په نامه د موناکو اتوموبیلراني لوبې به د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې وځنډول شي.
په موناکو کې تر اوسه د کرونا وایروس ۹ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.
سرچینه: انډېپېنډېنټ