کرونا د لاسونو په وینځلو له منځه یوسئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
  • لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

کرونا لومړی له خالي ټوخي او تبې سره پیل کېږي او وروسته له یوې اونۍ څخه نفس‌تنګي هم پیدا کېږي. سربېره پر دې د عضلاتو درد، سر درد او د ستړیا احساس سبب کېږي، وروسته لږ لږ د رېزش اوبه راڅڅېږي کېږي، حتا د پرنجي وهلو سبب کېږي.
د نړیوال سازمان څېړنو څخه وروسته ویل کېږي، په دې وایروس له اخته کېدلو څخه نیولې تر نښو ښکاره کولو پورې ۱۴ ورځې دوام کوي، خو ځینې نورې څېړنې وایي چې ۲۴ ورځې دوام کوي. که د همداسې نښو سره مخ شوئ، نو حتماً ډاکټر ته لاړ شئ، چې معاینه مو کړي، همداراز له خپلو کورنۍ سره هم اړیکه پرې کړئ.
دا وایروس په کومه کچه د خلکو د وژلو سبب کېږي؟
د دې ناروغۍ ټول ناروغان نه مري په هر ۱۰۰ کې یو یا دوه نفره مري. کوم کسان چې د ډېر عمر درلودونکي وي، د دې ناروغۍ له امله مري او یا هم کوم کسان چې نفس‌تنګي ولري، د وینې لوړ فشار او یا دیابت ناروغي ولري، خو د ماشومانو وژلو احتمال ډېر کم دی.
کوم کسان چې له دې ناروغۍ له امله مري: ۱،۳ سلنه هغه کسان دي چې تر ۵۰ څخه یې عمر ډېر وي، ۳،۶ سلنه هغه چې تر ۶۰ څخه عمر زیات وي، ۸ سلنه هغه کسان وو چې د ۷۰ څخه عمر زیات وي او ۱۵ سلنه چې تر ۸۰ څخه هم عمر ډېر وي، نو په دې کسانو کې د وژلو ډېر احتمال شته.
د دې ناروغۍ پر وړاندې څنګه خپل ځان ساتلی شو؟
تر ټولو لومړی څه چې ډاکټران یې ټولو ته سپارښتنه کوي، دا دي چې خپل لاسونه په سمه توګه پرېمنځو، خو څه ډول؟ لومړۍ باید د لاس ورغوی او د ګوتو مینځ پرېمینځو، بیا د نوکانو لاندې ورپسې د لاس شا وخوا، تر ټولو وروسته بیا ټول لاس پرېمینځو. له خلکو څخه باید یو یا دوه متره ځان لرې وساتو، له کور څخه د باندې هېڅ هم باید لمس نه کړو او که لمس هم کړو دستکشي باید ولرو، چې د کار تر سره کولو څخه وروسته یې بدل کړو.
که څوک ټوخېږي، یا هم پرنجی کوي، باید چې فاصله ورسره ونیسو، ځکه د هغه له طریقه وایروس نورو ته انتقالېږي، نو کله چې پرنجېږو یا ټوخېږو، باید دستمال پزې او خولې ته ونیسو او یا هم خپل څنګل ونیسو. کوم کسان چې کرونا لري، باید له ماسک څخه ګټه واخلي او ځانونه قرنطین کړي، کله چې ښه په ځان ډا ډه شول، نو باید ډاکټر ته لاړ شي.
بله موضوع دا ده چې باید هغو ځایونو ته لاړ نه شو، چې ګڼه ګوڼه او بیروبار پکې زیات وي.
کله چې موږ دباندې اوسو، که ونه شو کولای چې لاسونه پرېمینځو، نو باید خواړه ونه خورو او خپل لاسونه هم خپل مخته ونیسو. له لاس ورکول او غېږې نیولو څخه هم ډډه وکړو.