- ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
د امریکا په یوه ورځپانه کې د بدن په اړه ۲۰ جالب حقیقتونه په لاندې ډول لیکل شوي وو:
۱ـ یو عادي انسان په ټول ژوند کې تقریبا ۲۳۶۵۹ لیتره لاړې (د خولې اوبه) تولیدوي، چې دوه د لامبو وهنې حوضونه ډکولای شي.
۲ـ غوږونه او پزه هېڅکله هم خپله وده نه دروي.
۳ـ زموږ د وجود ټولې باکتریاوې مجموعاً څلور پونډه وزن لري.
۴ـ د ګوتې د اثر په شان هر څوک د ژبې بې مثاله اثر (نښان) هم لري.
۵ـ زموږ اعصاب (ماغزه) تر څلوېښت کلنۍ پورې پرمختګ کوي.
۶ـ د زخم ځای په دوامداره توګه له هر کال څخه وروسته هماغه شان ښکاري، دا ځکه کله چې د پوستکې حجرات د وخت په تېرېدو سره بدلېږي، نو هغه لاندینۍ طبقه، چې د پروتینو COLLAGEN ده، نه بدلېږي.
۷ـ زموږ پزه ۵۰۰۰۰ هر ډول حسونه کولای شي.
۸ـ په هر ساعت پوست اچوونه کې انسان تقریبا ۶۰۰۰۰۰ ذزې خپل پوستکي د لاسه ورکوي.
۹ـ د کوچنیو ماشومانو بدن نسبت لویانو ته ۶۰ اضافي هډوکي لري.
۱۰ـ د آبي سترګو لرونکي خلک د الکولو زیات تاب لري.
۱۱ـ زموږ تر ځای لاندې اکثریت ګرد په حقیقت کې زموږ د بدن مړ پوست دی.
۱۲ـ هغه کیمیاوي عناطر چې زموږ بدن ترې جوړ شوی، تقریباً ۱۶۰ امریکایي ډالر ارزښت لري.
۱۳ـ زموږ په خوله کې باکتریاوې د نړۍ د خلکو تر نفوس زیاتې دي.
۱۴ـ زموږ د سږو او پزې سوري واړه حساس وېښتان لري چې سیلیا ورته ویل کېږي، دغه وېښتان تند بوی او مزه معلومولای شي.
۱۵ـ زموږ د خولې د خوند زخې په هرو لسو ورځو کې بدلېږي.
۱۶ـ زموږ سږي تر پنځو دقیقو پورې اکسیجن ساتلی شي.
۱۷ـ زموږ د وجود ۲۰ سلنه اکسیجن او وینه زموږ اعصاب مصرفوي.
۱۸ـ زموږ په وجود کې په کافي اندازه اوسپنه شته چې درې انچه اوږده ستنه ترې جوړېدلای شي.
۱۹ـ MUSCLE کلمه د لاتیني کلمې MUSCULUS څخه اخیستل شوې ده، چې معنا یې کوچنۍ موږک دی، دا ځکه چې فکر کېده چې خم کېدونکی عضله هم موږک ته ورته ده.