- ژباړه: ملیحه ناصري
د اوسپنې کموالی په ځانګړي سن پورې اړوند نه دی او په هر سن کې خلکو ته پیدا کېدای شي. ویل کېږي چې امیدواره ښځې ډېرې ورسره مخ کېږي او وینه یې کمېږي، نو باید هرې ښځې ته چې عمر یې له ۱۹ تر ۵۰ پورې وي، لږ تر لږه د ورځې ۱۸ ملي ګرامه آهن یا اوسپنه ور ورسېږي.
د اوسپنې کمښت په هر انسان کې دغه نښې له ځان سره لري:
۱ – ستوماني: هغه کسان چې د وینې اوسپنه یې کمه وي، په وینه کې یې د اکسیجن د لېږد لپاره سره کرویات لږ او دا بیا د ستومانۍ، سردردۍ او کمزورۍ لامل کېږي.
۲ – د وینې کمښت: هغه کسان چې په وینه کې د اوسپنې د کموالی له امله د وینې له کمښت سره مخ وي، دوی ته نفس تنګي یا ساییزې ستونزې پیدا کېږي.
۳ – د عصبي سېسټم اختلال: دا اختلال چې په پښو کې د خارښت یا داسې حالت لامل کېږي، لکه پښو چې ستنې وهل کېږي او باید ژر یې وخوځوي، د اوسپنې د کمښت نښه ده.
۴ – د وېښتانو تویېدل: کله چې په وینه کې د اوسپنې د کمښت له امله ویښتو ته کافي اکسیجن ونه رسي، وېښتان تویېږي.
۵ – تکرارېدونکي عفونتونه: اوسپنه د وجود په روغتیا کې ستر رول لوبوي. که چېرې کمه شي، نو د دفاعي سېسټم کمزوری کېږي.
۶ – د عجیبه شیانو خوړلو ته لېوالتیا: عجیبه خوړو یا هغه شیانو خوړلو ته تمایل پیدا کول چې اصلاً د خوړلو نه دي، لکه ګچ، خاوره، خټه، کاغذ، یخ یا کنګل د وسپنې د کمښت نښه ده.
۷ – اضطراب یا تشویش: اندېښنه، اضطراب یا تشویش لرل هم د اوسپنې د کموالي یوه نښه ګڼل کېدای شي، خو د دې ستونزې په لرې کولو سره اندېښنه هم پای مومي.