د ‘کونټیجن “Contagoin 2011 ” فلم څخه، دولس کاله وړاندینې داسې یو کتاب چې د کورونا وایروس وړاندوینه پکې شوې ده.
۲۰۱۹ دسمبر کې د چین ‘ووهان’ ښار څخه پیل شوي کورونا وایرس په هکله یوه لسیزه وړاندې جوړ شوي فلم وړاندوینه کړې وه او اوس هم داسې یو کتاب چې د یاد وایروس وړاندوینه پکې شوې کشف شو .
دلته یې درته وایو چې د ‘کونټیجن’ فلم څخه وروسته دولس کاله وړاندي خپور شوی داسې یو کتاب کشف شوی، په کوم کې چې په حیرانوونکي توګه د دې وړاندوینه شوې چې « په ۲۰۲۰ کال کې به ناڅاپه په ټوله نړۍ کې یوه وبا خپره شي»
د یاد کتاب په هکله تر ټولو لومړی امریکایي ټي وي چینل ریئلیټي اسټار ” کم کارډیشین ” ټویټ کړی و، چې وروسته دستي دا کتاب د سوشل میډیا نوی بحث وګرځېده، او ” فیکټ چیک ” کوونکي ویب سایټونه د نوموړي کتاب په ننداره بوخت شو.
“کم کارډیشین ” په ۱۲ د مارچ په خپل ټویټ کې د کتاب یوې صفحې سکرین شاټ د خپرولو ترڅنګ لیکلي؛ چې د یاد کتاب سکرین شاټ د دې خور په یو خواله ګروپ کې خپور کړی، چې له هغه ځایه دې راخیستی او دلته یې د خپلو مینوالو سره یې د ټویټ په ذریعه شریک کړی دی.
د “کم کارډیشین ” په ټویټ لیدل کېږي چې یاد کتاب ” اینډ آف دی ډیز ” وړاندوینې واله پاڼه کوم بل شخص په ټولنیزو رسنیو شریک کړی چې د هغه شیئر (خپورشوی) شوی سکرین شاټ بیا اداکارې خپور کړی دی.
د کتاب په سکرین شاټ کې په واضیح توګه (د کورونا وایروس) وړاندوینه لوستل کېږي چې پکې ویل شوي دي:
« په ۲۰۲۰ کال کې به د نمونیا په څېر یوه وبا په ټوله نړۍ کې خپره شي، چې د انسانانو سږي (پهیپړو) ستوني والونه او وجود به متاثره کړي، چې تقریباً هېڅ قسم دوایي به پرې تاثیر ونه کړای شي »
په کتاب کې دا هم لیکل شوي:
«یاده وبا به په ناڅاپي توګه ګډه او په ناڅاپي توګه د نړۍ وکوچیږي، او یوه لسیزه وروسته به دویم ځل بیا همداسې حمله کوي، چې له هغې وروسته به پخپله د تل لپاره له منځه لاړ او بیا هېڅکله بیرته رانشي.»
د کم کارډیشن ‘ د ټویټ نه وروسته فیکټ چیک کوونکي ویب سایټ په خپل راپور کې ویلي: همداسې مکمن ده چې (د کتاب) لیکوالې دا وړاندوینه د ۲۰۰۳ کال “سارس کورونا وایرس” خپریدو ته په کتو کړي وي.
(یعني لومړی ځل دا وبا په ۲۰۰۳ کال کې راغلي وه او اوس یوه لسیزه وروسته د دویم ځل لپاره بیا ځلې راغله)
برطانوې ورځپاڼې ” ډیلي مېل ” په حواله: د ‘کم کارډیشین ‘ د ټویټ وروسته یو بل شخص هم د یاد کتاب په تایید د ۱۹۸۳ یو بل کتاب چې پکې (د کورونا وایروس) وړاندوینه شوې، سکرین شاټ په سوشل میډیا خپور کړی دی.
د خپرونکي د خپور شوي سکرین شاټ له مخې د۱۹۸۳ کال ” ډین کوټز ” په کتاب ‘دی آئیز آف ډارکنیس’ کې هم په نړۍ کې د وبا د خپریدو د وړاندوینې ذکر شوی دی.
د دې کتاب په سکرین شاټ کې هم د وبا په هکله لیکل په واضیح توګه لوستل کېږي چې پکې لیکل شوي دي چې «وبا به د چین له ‘ووهان’ ښار څخه پئیلېږي» که څه هم د یاد کتاب د وړاندوینې په هکله هېڅ کوم تصدیق لا نه دی شوی.
فیکټ چیک کوونکي ویب سایټ “اسنوپس” د امریکایي لیکوالې ” سیلویا براؤني ” په کتاب کې کړي وړاندوینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې لیکوالې په خپل کتاب ” اینډ آف ډیز ” کې د ۲۰۲۰ کال د نړیوالې وبا ذکر کړي دی.
د ليکوالې ‘سیلویا براؤني ‘ یاد کتاب ” اینډ آف ډیز” د نړۍ د راتلونکو (اخري) ورځو او پېښو په اړه لیکل شوی دی.
یاده لیکواله ځان ارواپوهه بلي او وایې چې خپل کتاب “اینډ آف ډیز ” کې یې د ۲۰۲۰ کال د وبا په هکله وړاندوینه کړې وه.
د لیکوالې ‘سیلویا براؤني ‘ یاد کتاب “اینډ آف ډیز ” د دنیا راتلونکي (اخري) ورځو او پېښو په وړاندوینو مشتمل دی، دا لیکواله ځان ارواپوهه بلي. تقریباً ۴۰ څلویښت کتابونه یې لیکلي دي.
لینک:
له دې وړاندې یوه فلم کې د کوروناوایروس وړاندوینه شوې وه، دلته یې ولولئ؛
https://yaraan.com/old/years-ago-film-about-coronavirus%db%b1/