ښځې ولې د کرونا په وړاندې قوي دي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
  • ژباړه او ټولونه: صدیقه پوپلزۍ

تبه، د عضلاتو درد او لړزه د ویروسي ناروغیو ساده نښې دي او د دې نښه ده چې بدن د دغو بهرنیو بریدګرو پر وړاندې مبارزه کوي. خو بریالۍ مبارزه یوازې په وایروس د ککړ شوي انسان پر سن او روغتیا انحصار نه لري، بلکې د انسان په جنسیت پورې هم اړه لري. یعنې دا چې اغېزمنه ښځه ده او که نارینه دی.
د کرونا وایروس په هکله معلوماتو ښودلې چې ښځې تر نارینه‌وو د ژوندي پاتې کېدلو ښه چانسونه لري. په کرونا له اخته شویو نارینه‌وو څخه یې ۲،۸ سلنه مړه کېږي، په داسې حال کې چې په ښځو کې دغه کچه ۱،۷ سلنه ده.
پیچمن چې په المان کې د هانور ښار کې (ترینکور) په نامه د تجربوي او کلینیکي میکروبي ناروغیو د څېړنې په مرکز کې مالیکیولر وایروس پېژندونکی دی، د پیچمن په حواله دغه توپیر د جنیتیک له لارې تشریح کېدلی شي. هغه زیاتوي: “د انسان په ایمني سیستم پورې تړلې ځینې جینونه د مثال په توګه هغه جینونه چې د ناروغیو د عواملو د پېژندلو مسوولیت لري، د ایکس کروموزوم په نامه موادو کې رانغاړل شوي وي. دا چې ښځې دوه ایکس کروموزونه لري او نارینه یوازې یو، نو ښځې په ګټه کې وي.
ښځینه ایستروجن سیکس هارمون هم له دې سره مرسته کوي چې ښځې د ویروسي ناروغیو په مقابل کې قوي وي.
د کرونا موسم به ښایي په شمالي نیمه کره کې د پسرلي له پیلېدلو سره پای ته ورسېږي، خو د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله په استرالیا او برازیل کې چې په جنوبي نیمه کره کې پراته دي او په ترتیب پکې د کرونا تر شلو زیاتې او یوه مثبته پېښه ثبت شوې، ژمې لا نه دی پیل شوی.