د ماشومانو ضد او ټینګاري چلند

سپینه تجريدي ډیزاین
  • لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

ضد کول په ماشومانو کې یوه اروایي چاپېریالي مسئله ده، په دې مانا چې چاپېریال، کورنۍ او ټولنه په یو ډول د ماشوم ضد راپاروي له همدې امله ضد په ماشوم کې پرمختګ کوي او د سلوک برخه یې ګرځي. په همدې اړه مو له ارواپوه شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې، هیله ده تر پایه راسره اوسئ.
پوپلزۍ: استاد په سر کې که راته ووایاست چې د ماشومانو ضد په څه مانا دی؟
استاد عظیمي: هرکله چې ماشومان له قصده د نورو پر وړاندې درېږي، خبرې نه مني او تل د خپلې خوښې چارې که ناسمې هم وي، سرته رسوي، نو ویلای شو چې ماشوم ضد کوي او دقیقاً همدا ضد دی.
پوپلزۍ: استاد ولې ماشومان ضد کوي؟
استاد عظیمي: ماشومان ډېر ځله ضد له ټولنې، همزولو، ماشومانو او کورنۍ څخه زده کوي، یا هم یادې ډلګۍ په یو ډول دې ته لاره هواروي چې ماشوم ضد وکړي، مثلاً په کور کې د نوي ماشوم زېږېدل د ماشوم ضد راپاروي، ځکه د مور او پلار مینه او محبت نیميږي او دا په خپله د ضد لامل ګرځي، هر کله چې میندې او پلرونه د اولاد ترمنځ مساوات نشي کولای، ضد منځته راځي، په همدې ډول هر کله چې مور له پلار یا نورو سره ضد کوي ماشوم هم ضد زده کوي او دا ټول په یو ډول د ضد له لاملونو څخه دي.
پوپلزۍ: استاد ټول ماشومان ضد کوي که یوازې ځینې ماشومان؟
استاد عظیمي: زما په اند شاوخوا ټول ماشومان د ضد یو پړاو تر شا پرېږدي، ځکه د ژوند په اوږدو کې حتماً له داسې لامل سره مخ کېږي چې ضد یې راوپاروي، خو دا ضد تر یوې مودې پورې وي او بیا له مینځه ځي، مګر ډېر ځله کله چې لامل دوام وکړي پاتې کېږي او د ماشوم د شخصیت برخه ګرځي، مثلاً مور تل له پلار یا خپله ماشوم سره ضد کوي ماشوم فکر کوي دا کوم سم کار دی، دا چې ضد کول تل روان وي ماشوم هره ورځ دې کړنې ته پارول کېږی او یو وخت یې د چلند برخه ګرځي، خو هر کله چې ماشوم د مینې او محبت د کموالي له امله نوي زېږېدلي ماشوم سره ضد کوي، کله چې ماشوم لوېږي مور و پلار عادي حالت ته ګرځي او ورسره د ماشوم ضد هم له مینځه ځي.
پوپلزۍ: استاد آیا د ماشوم دا عادت به په لویوالي کې هم پاتې شي؟
استاد عظیمي: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره وکړه که لامل دوام وکړي او وغږېږي، نو په لویوالي کې یې هم د پاتې کېدو شونتیا شته.
پوپلزۍ: استاد آیا ضدي ماشومان ښه وي؟
استاد عظیمي: ماشوم که هرڅومره ښه چلند زده کړي هغومره به په راتلونکي کې ښې ټولنیزې اړیکې، ښه خوی او ښه اروایي روغتیا ولري، زما له انده د ماشومانو ډېری ناروغه کړنې، لکه بد ویل، ورانکاري او دروغ د هغه له ضد سره اړیکه لري، نو پر همدې بنسټ ویلای شم چې ضد د ماشوم لپاره په هېڅ صورت ښه نه دی.
پوپلزۍ: استاد آیا ضدي ماشومان د نورو خوښېږي او که نه؟
استاد عظیمي: دا خو ښکاره خبره ده چې نه، ځکه ماشوم هر کله خلاف کړنې سرته رسوي او دا د مور و پلار نه خوښېږي، همدارنګه د لوبو پر مهال هم له نورو ماشومانو سره جوړ نه راځي، له همدې امله یې نور ماشومان په لوبو کې نه شریکوي او دا په دې مانا ده چې نور ماشومان هم هغه نه خوښوي.
پوپلزۍ: استاد د ضدي ماشومانو نښې به څه وي؟
استاد عظیمي: هغه ماشومان چې ضد کوي تل له مور و پلار، خویندو او وروڼو او نورو ماشومانو سره په لفظي شخړو بوخت وي هغوی تل د نورو ماشومانو لوبې خرابوي ژر جنګ کوي او د خپل ضد له امله تل خپه وي.
پوپلزۍ: استاد د ماشوم د ضد بدې پایلې به څه وي؟
استاد عظیمي: ضد ښایي په ماشومتوب کې ماشوم ته لږ یا هېڅ ضرر ونه لري خو په راتلونکي کې یې ښایي د ځان کم لیدنې، پرځان ټيټ باور، سستو ټولنیزو اړیکو، ټولنیز اضطراب او نورو اروایي ستونزو لامل شي.
پوپلزۍ: ښاغلی استاد د حل لاره به یې څه وي؟
استاد عظیمي: د حل لارو په اړوند باید ووایم چې میندې او پلرونه باید د ماشوم د ضد لامل پیدا او له منځه یې یوسي، که کومه غوښته لري باید پوره یې کړي که مور و پلار خپله ضد کوي باید راکم یې کړي یا یې لږ تر لږه د ماشوم پر وړاندې ونه کړي همدارنګه له ماشوم سره خبرې کول مینه او محبت زیاتول هم د ماشوم د ضد په راکمولو کې مرسته کوي.
پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایئ چې څنګه د ماشومانو له ضد نه مخنیوی وکړو؟
استاد عظیمي: که چېرې د خپلو ټولو ماشومان ترمنځ برابرښت ته پوره پام وکړو که مو ضد شخصیتي ځانګړنه وي، نو لږ تر لږه یې د ماشوم پر وړاندې کنټرول کړو، تل مو ماشوم روغو کړنو ته وهڅوو کوښښ وکړو د ماشوم اړیکې له نورو ماشومانو سره ښې کړو او د خپل ماشوم لپاره یوه منظم مهالوېش جوړ کړو، نو تر ډېره به مو د ماشوم له ضد نه مخنیوی کړی وي.