د لغمان د مرکز او ولسوالیو لسګونه دیني عالمانو او ځوانانو د وسله والو طالبانو جګړه ورور ژونه یاده کړه او د روانې جګړې د ژر ودریدو اود بین الافغاني مزاکراتو د پیل غوښتونکي شول.
د لغمان ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ نن له غرمې وړاندې د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو لسګونه دیني عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو په یوې سترې ولسي غونډه کې د وسله والو طالبانو روانه جګړه ورور وژنه ياده کړه او ژر یې د یادې جګړې د ودریدو او بین الفغاني مزاکراتو د پیل غوښتنه وکړه.
جهاد نه، ورور وژنه ده !
دغه لسګونه دیني عالمان چې په مهترلام ښار کې سره راغونډ شوي و، په خپلو خبرو کې په هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه یاده کړه او زیاته یی کړه چې د وسله والو طالبانو روانه جګړه جهاد نه بلکې ورور وژنه ده او ژر یې د بندیدو غوښتنه کوو.
سرچینه وايي، د لغمان ولایت د حج اوقافو رئیس سید نجیب الله هاشمي له لوري د ننۍ ناستې د پیژندنې سربېره د ټولو دیني عالمانو په استازولۍ هر اړخیزې خبرې وکړې او دغه راز یې په هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه یاده کړه او تر هرڅه وړاندې یې د اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه.
نوموړي د جګړې په زیانونو او په سولیزه چاپیریال کې د اسلام مبارک دین له نظره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
هغه وایي:
«ددې ولایت ټول ولسونه او دیني عالمان د تاوتریخوالي د کمیدو له اونۍ ملاتړ اعلان کړی و او د تل پاتې سولې لپاره د اوربند غوښتنه کوي.»
د حج اوقافو رئیس دغه راز د لغمان د مرکز او ولسوالیو په ټولو دیني عالمانو غږ وکړ چې هر ځای او هره سیمه کې دې د سولې غږ پورته کول جاري اوساتي.
له جمهوریت ننګه !
دغو راټولو شویو دیني عالمانو په خپلو خبرو کې د بیا ځل لپاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ټاکل کېدو او د جمهوري نظام څخه ملاتړ څرګند کړ.
دوی دغه راز د افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د دوی د هڅو او قربانیو ستاینه یې په یوه خوله ترسر کړ.
کرونا ته جدي پاملرنه !
پدې غونډه کې ديني علماو دغه راز د کرونا ناروغۍ په تړاو هم څرګندونې وکړې او له خلکو يې وغوښتل، چې له دغې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو لپاره دې جدي پاملرنه وکړي.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر زیاته کړې؛ په دې راټولیدنه کې ګڼو دیني عالمانو ویناوې وکړې او دغه راز یې روانه جګړه ناروا او د اوربند غوښتونکي شول.
باید یاده کړي چې له دې وړاندې هم په نړۍ او افغانستان کې علماوو د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې، همدا څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې شا او خوا ۷سوه علماوو روانه جګړه ناروا بللې وه او د سولې غږ یې کړی و.
لینکونه:
https://yaraan.com/old/khatiz-ulama/
https://yaraan.com/old/noristan-ulamaa/