- لیکنه: نسیمه محمدي
د کرونا وایروس ډېرو هېوادونو ته د خپرېدلو او مړینې شمېرې په زیاتېدgو د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نړیواله وبا ونومول شوه. د ایران هېواد د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ناروغانو او مړو شمېر پکې زیات دی. سره له دې هېواد ته د افغان کډوالو راتګ زیات شوې او ورسره دا اندېښنې هم شته چې په کرونا وایروس اخته وګړي به هم پکې شته وي، خو د افغانستان د روغتیا وزارت هم دې ګډوالو ته سپارښتنې کړي، چې په پام کې نیولو سره یې نورو ته له سرایت ډډه وشي.
- څوارلس ورځې دې په کور کې پاتې شي؛
- په غونډو، محافلو، عامه ځایونو کې له حضور او له دوستانو سره له لیدو ډډه وکړي؛
- هره ورځ په پرلهپسې ډول دېرش ځله لاسونه په اوبو او صابون ووینځي؛
- که عادي رېزش او زکام لري، باید له ماسک کار واخلي؛
- په لاس، غېږ روغبړ او مخ مچي کولو دې ډډه وکړي؛
- له مېوو، ترکاري او سبو دې ډېره ګټه واخلي؛
- د ورځې څو ځلې ځان او خپل لوازم لمر وړانګو ته مخامخ کړي؛
- د خوړو لوښي او نور توکي دې له نورو سره نه شريکوي؛
- په جلا کوټه او له نورو لرې باید ۱۴ ورځې تېرې کړي.
که د څوارلسو ورځو په جریان کې د تبې، ټوخي او سا تنګۍ اعراض او علائم څرګند شول، ژر تر ژره د ۱۶۶ شمېرې او یا هم له روغتیايي کارکونکي سره مشوره وکړي او له لاښووونو دې ګټه واخلي.