د بدن د اسکلېټ انحرافات له اصلاحي حرکتونو سره کم کړئ!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
  • ژباړه: نسیمه محمدي

د بدني روزنې ډاکټران وايي، چې کولای شو د اصلاحي حرکتونو په ترسره کولو سره د بدن انحرافات کم کړو…
مصطفی بهرامي وویل: “څو کاله وړاندې مو د زده‌کونکو ترمنځ، چې د ۱۱ او ۱۵ کلونو ترمنځ عمر یې درلود، څېړنه ترسره کړه. د بدن د فوقاني او تحتاني برخو د بدلون اندازه د بدن د نورو برخو په حصه کې مشخصې شوې.‌
نوموړي وویل: “د هلکانو د فوقاني بدن زیاته ستونزه، قوسي شکله پښه د  ٪۱۶.۵ او تر ټولو کمه مستقیمه پښه ۱.۵٪ وه.
بهرامي وړاندې وویل، چې د ښځینه زده‌کوونکو ترمنځ تر ټولو زیات انحرافات، د پښې د غټې ګوتې (شصت) کوږوالی، په لوړه کچه ۲۷.۱۱٪ او تر ټولو کم یې د مستقیمې پښې ۱.۳۳٪ وو.
د بدني روزنې د دې ډاکټر د وینا سره، چې هر فرد ممکن ځینې جسمي نیمګړتیاوې ولري، وویل: “له بده مرغه د ژوند د بڼې په تغییر سره ځینې هغوی چې له جسمي نواقصو ځورېږي، د زیاتېدو سبب کېږي.
نوموړی ټينګار کوي، چې کولای شو د اصلاحي حرکتونو په ترسره کولو سره بدني انحرافات کم کړو او ټول وګړي په خورا آسانۍ دا حرکتونه ترسره کولای شي.
سرچینه: اېسنا