د اسلامي نړۍ د پلازمینې سعودي عربستان څخه د تیرو څو کلونو راهیسې؛ د ښځو د خپلواکه/خودکفا کولو او فامیلي حقوقو (قانون) پوهې، تکړه او مخکښې مدافعي وکیلې “نسرین الغامدي” ویلي، چې په سعودي عرب کې؛ په کورنيو مسايلو کې مداخله د طلاق لوی لامل دی.
نسرین الغامدي “دا وینا نوموړې هغه مهال وکړه چې په سعودي عرب کې د طلاق شمېر مخ په ډېرېدو دی، اوس مهال په سعودي عرب کې؛ په یوه ساعت کې ۷ یا له دې ډېر طلاقونه صورت نیسي.
۲۰۲۰ د جنوری په اخر کې د سعودي عرب حکومت په يو راپور کې ویلي و؛ په هر یو ساعت کې ۷ طلاقه صورت نیسي، چې په ۲۴ ساعتونو (شپه او ورځ) کې ۱۶۸ طلاقه کېږي، له دې مخکې د ۲۰۱۹ اګسټ په میاشت د ترسره شوې یوې سروې د پایلي له مخې په سعودي عرب کې په هر یو ساعت کې ۵ طلاقه واقع کېدل.
په ۲۰۱۹ کې تر سره شوې سروې له مخې دا معلومه شوه چې په سعودي کې ۸۴ سلنه طلاقه د ښځې او میړه تر منځ د خبرو نه کولو (شریکو) له امله واقع شوي دي.
د یادې سروې له مخې؛ د ښځې او میړه تر منځ د مناسبې مینې، خبرو نه کولو او د یو بل احساساتو ته درناوی نه کول هم د طلاق لوی لامل ښودل شوی دی.
که څه هم د سعودي حکومت د ۲۰۱۹ کال د ختم او ۲۰۲۰ کال په پیل کې دویم ځل بیا سروې تر سره کړه، نو پایله کې معلومه شوه چې په هیواد کې یې د طلاق په شمېر کې لا ډېروالی راغلی دی.
له تازه سروې وروسته سعودي حکومت په راپور کې ویلي، د تیرو ۶ میاشتو په موده کې په طلاقونو کې زیاتوالی راغلی، چې اوس مهال په هر یو ساعت کې ۷ طلاقه واقع کېږي.
راپور د طلاق دا لوړ شمېر ټولنې ته کینسر بللی او زیاته کړې یې ده چې د دې عمل تر ټولو ډېر ضرر لیدونکي خپله ښځه او خاوند دي، ماشومان یې قرباني او په ټولنه هم منفي تاثیر کوي.
د راپور له مخې، که څه هم سعودي عرب د واده د مصارفو لپاره د قرضي ورکولو اسانتیا ورکړې، تقریباً ۲۴ لکه روپۍ کېږي، چې د طلاق له امله واده شوې جوړي بیا دولتي قرضه هم نشي پرې کولای.
د نجي ټي وي چینل د “روتانه ” په پرګرام ” یا هلا ” کې نسرین الغامدي وویل:
«دا حیرانوونکي ده؛ د سعودي عرب په کورنيو مسایلو کې موجودي نیمګړتیاوې د طلاق د ډېریدو لوی لامل دی.»
د وکیلې په وینا، درې میاشتي وړاندې “ربیع الاول” کې په ټول هیواد کې تر پنځه زره طلاقه واقع شوي چې د یادو طلاقونو علتونه بیخي معمولي نوعیت درلوده.
د نسرین الغامدي په حواله، په ربیع الاول کې د یولس زره نکاح ګانې ثبت نام شوي، چې بل لوری په همدې میاشت کې پنځه زره طلاقه واقع شوي دي.
نوموړې د طلاق په قوانینو خبرو کولو کې وویل، د سعودي “کورني قوانین” ښځې او میړه ته د دې فرصت هم ورکوي، هغه کسان چې محکمې ته د طلاق اخیستلو لپاره رجوع کوي، وروسته له رجوع ۲۰ ورځې وخت ورکوي؛ که خپل منځی ستونزه په خپل منځ کې حل، یو بل ته موقع ورکړي او خپل واده شوی ژوند له خرابیدو څخه وژغوري.
وکیلې وویل:
«که چیرته د محکمې له خوا ورکړل شویو د ۳۰ ورځو په موده کې ښځې او میړه تر منځ جوړ جاړی ونشي، نو بیا محکمه د دوی تر منځ فیصله کوي.»
د نسرین الغامدي په حواله، په سعودي عرب کې ناکام ودونه؛ د ښځې او میړه د یو بل سره د عادتونو توپیروالی، کورنۍ اصل و نسب خبرې د طلاق د لویو لاملونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم په کورنيو مسايلو کې مداخله د طلاق لویه وجه ده.
نوموړې ټولو واده شویو (متاهلو) جوړو ته په مشوره کې وویل؛ چې د واده له منځه وړل دومره لویې پریکړې کولو نه مخکې یو ځل په ارامه مغزو فکر وکړئ، په احساساتو کې لویې او ناسمې پریکړې مه کوئ.