
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د ایرلینډ په وړاندي درو شل آوریزه لوبو لپاره هند ته تللې وه، چي تر یادي لړۍ وروسته پرون د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته راغله.
د افغان او ایرلینډۍ لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د یادو درو شل آوریزه سیالیو لړۍ افغانستان ۲ پر ۱ وګټله.
د یادۍ لړۍ په لومړۍ لوبه کي افغانستان ـ ایرلینډ ته په ۱۱ منډو او په دوهمه لوبه کي ئې بیا په ۲۱ منډو توپير ماته ورکړه.
تر هغه وروسته په درېیمه او وروستۍ شل آوریزه لوبه کي د تیري سې شنبې په ورځ ایرلینډ په سوپر آور کي افغانستان ته ماته ورکړه او سریز ئې ۲ پر ۱ افغانستان ته وبایله.
د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي تر یادي لړۍ وروسته پرون چهارشنبه افغان لوبډله هیواد ته راستنه سوه او په افغان کرکیټ بورډ کي ئې د راستنېدو سره سم په یوې خبري غونډه کي ګډون وکړ.
په یادي خبري غونډه کي د افغان لوبډلي لوبډلمشر اصغر افغان زیاته کړه، چي افغان لوبډله د ایرلینډ په وړاندي ښه ولوبېده او د بریاوو دا لړۍ به همداسي دوام وکړي.
اصغر افغان د دې ترڅنګ زیاته کړه، چي افغان لوبډله به د راتلونکي آسیا او نړیوال جام په سیالیو کي هم ښه وځلیږي.
د اصغر په خبره(( افغان لوبغاړي د اماراتو له تمریناتي او روزنیز کمپ وروسته دا ده ډېره ښه وځلېدل او هیله ده چې دوی همدا ډول بریاو او ویاړونو ته دوام ورکړي او د نړیوال جام لوبو او د اسیا جام لوبو کې هم ښه وځلیږي.))
اصغر د خپلو خبرو په دوام ټولو هیوادوالو ته د لړۍ ګټلو مبارکي وویله او زیاته ئې کړه، چي د بریاوو دا لړۍ به همداسي دوام ولري.