دا ورځې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مختلفې خبرې اورو خو راځئ يو څه متفاوت فکر وکړو!
د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی خپله له دوی پرته اصلاً امکان نه لري، په لاندې دلايلو:
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې د ماشومتوب د مهال دا ذهنيت او باور مني چې ښځه ټيټ جنس دی.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې پر دې خبره باور کوي چې د ارزښتمن کېدو له پاره پکار ده چې د نارينو کارونه ترسره کړي.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې باور کوي د روزګار پيدا کولو او مالي خودکفايۍ له پاره بايد خپل ماشوم وړوکتون ته وسپاري او دا خپله بايد د مور په توګه ډېره ورسره مصروفه نشي.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې له خپل مېړه پيسې غوښتل خپل کسرِ شان او سپکاوی بولي.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې کورنيو مسئوليتونو ته په سپکه ګوري او کورنۍ بوختياوې ورته د خجالت وړ ښکاري.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې د لوړو زده کړو او مالي خودکفايۍ درلودو سربېره هم پر دې باور وي چې کمال ته د رسېدو په خاطر بايد يو نارينه همېشه د هغه ترڅنګ وي.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې د ليدل کېدو او پام وراوښتو له وېره خپلې غوښتنې له پامه غورځوي.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې هڅه کوي د انتخاب کولو پر ځای انتخاب کړای شي.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې د يوې بلې ښځې په کور کې ځان ته کور جوړوي.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې خپل ټول جذابيت په خپله ظاهري سليقه کې لټوي او ټول پام يې همدې ته اړولی وي خو له دې غافله وي چې د ښځې ټول جذابيت د هغې په دروني ځواکمنتيا کې دی.
-
ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې د روشنفکرۍ په بيه خپل ښځمنتوب له لاسه ورکوي.