- ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
هر څوک غواړي چې غاښونه یې ښکلي او سپین وي، ځکه پاک او سپین غاښونه پر ځان باور ډېروي او د خبرو کولو پر مهال انسان پرځان ویاړي او نورو ته هم ښه ښکاري. که مو غاښونه سم او پاک نه وي، نو په آرامتیا سره د بل چا مخ کې خبرې نشئ کولای، ځکه تاسو په دې وېرېږئ داسې نه چې مخامخ لوري ستاسو غاښونو ته پام شي.
دلته مو څو اسانه لارې چارې درته ښودلې چې په عملي کولو سره یې کولی شی ښکلي او سپین غاښونه ولرئ.
- له سوډا څخه ګټه واخلئ
سوډا د غاښونو د کریمو په څېر کار ورکوي. له وېرې پرته یوه کاچوغه سوډا له اوبو سره ګډه کړئ او خپل غاښونه پرې ومینځئ. - ځمکني توت وخورئ
که فکر کوئ چې د ځمکنیو توتو سور رنګ به مو د غاښونو رنګ هم سور کړي، نو تېروتلي یاست. په ځمکنیو توتو کې شته مالیک اسید چې یو ډول پاکوونکې ماده ده چې د غاښونو د سپینوالي او پاکوالي لامل کېږي. - مڼې وخورئ
مڼه نه یوازې دا چې د بدن لپاره ګټوره ده، بلکې غاښونه هم پاکوي او ځانګړې ځلا او ښکلا ورکوي. - اوبه او یا شیدې وڅښئ:
په شیدو کې شته کلسیم د غاښونو د پیاوړتیا لامل کېږي. پر دې سربېره شیدې او اوبه هغه مایعات دي چې په وسیله یې غاښونه پاکېږي او ځلا پیدا کوي. - پنېر:
بل هغه خواړه چې پر پیاوړتیا سربېره غاښونه سپینوي، پنېر دی. پنېر او شیدې د غاښونو لپاره ډېره ګټه رسوي.