- ژباړه: نسیمه محمدي
څېړونکي په کاهو کې د داسې پروتین په کشف بریالي شوي، چې د هډوکو او عضلاتو په وده او رغېدلو کې مهم رول لري، خصوصاً د شکر په ناروغانو کې.
د مډیکل نیوز د راپور پر بنسټ، په شکر ناروغانو کې د هډوکو د بېرته جوړېدلو او ښه کېدلو چاره ډېره په ورو توګه ترسره کېږي، له بل پلو د دغو ناروغانو بدن د هډوکو ماتېدلو لپاره ډېر چمتو دي، نو له همدې امله چېړونکي په دې ناروغانو کې د ماتو هډوکو د ژر او چټکې رغېدا د طریقو په لټه دي.
د پنسلوانیا په فيلادلفیا پوهنتون کې څېړونکو داسې پروتین کشف کړی، چې په کاهو کې موندل کېږي او د هډوکو او عضلاتو په رغېدلو کې مهم اثر لري. دا پروتین 1GF-1 نومېږي او انسولین ته ورته دی. بل پلو یو ډول پپتید لري، چې د هډوکو او عضلاتو د جوړښت او د نسجونو د ترمیم د چټکتیا او تحریک لامل ګرځي.
څېړونکي د جنېټېک د اصلاح کولو له طریقو په ګټه اخیستنه وتوانېدل، دوه پروتینونه 1GF-1, CTB د آنتي بیوتیک په وړاندې د مقاوم جن په حذفولو، د کاهو په پاڼو (express) کې بیان کړي. د CTB پروتین رول، د هغو پروتینونو سره چې هضمي سیسټم ته وینه انتقالوي، مرسته کول دي.
له دې امله چې دا پروتین ګیاهي دی، کولای شي په شکر ناروغانو کې د ماتو شویو هډوکو او نسجونو په جوړښت کې د خوراکي درملو د تولید لامل شي. د دې ګیاهي ترکیب لومړني پړاوونه په حیواني مډلونو کې په بریالۍ توګه راپور ورکړل شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وروستۍ خپرو شویو شمېرنو ته په پام سره، اوسمهال په ټوله نړۍ کې له ۴۲۵ میلیونو زیات وګړي په شکر اخته دي. د دې ناروغانو زیاتره یې په دویم ډول شکر پورې منحصر دي، چې په آسانۍ سره د منظمو فزیکي فعالیتونو او خوړنیز رژیم سره د کنټرول وړ دی.
شکر ناروغي د روڼدوالي، د بډوډو ناسم فعالیت، د زړه حملې، مغزي سکتې او د بدن د تحتاني غړو د قطع کېدلو اصلي لامل دی.
د روغتیا نړیوال سازمان له راپور سره سم، شکر ناروغي په ۲۰۱۶م کې د مړینې اووم لامل ښودل شوی.
د څېړنې پایلې د Biomaterials نشریه کې خپرې شوي دي.