من حیث د یوې لور ؛
پوښتنه کوم له هغه پلاره، چې زما پر مختګ غواړي، ماته د اخلاص او همکاری لاس راکوي؛ آیا زما هم سنه (همزولې) لور ته یې هم غوښتی او ورکړی دی!؟
من حیث د یوې خور؛
پوښتنه کوم، د هغه وروره ، چې ماته د مینې، ګرل فرنډ، دوستی، ملګرتوب وغیره افر (وړاندیز) کوي؛ آیا خپلې خور ته هم د دې حق ورکوي او د مینې د سپیڅلتیا او د پاک نفسی درس ورکوي ، چې که کوم هلک ورته د مینې/ګرانښت په نامه، ډالۍ، ګل، زنګ مسج وکړي، حق یې دی!؟
من حیث د یوې مېرمنې؛
پوښتنه کوم، د هغه میړه نه، چې مینه او ژوند یې زه وم، نو هغه له کوره بهر ښکلې څوک دي؟ ملګرې؟ معشوقه؟ دینې خور؟ همکاره؟ او که… څوک چې هغې ته هغه ناز، مینه او حقوق ورکول کېږي؛ او ماته یوازې د وړو پلار او زه دې د کورنیو چارو سنبالونکي یوه خیرنه وم؟ زه چا خیرنه کړم؟ چا زاړه کړم، ایا زه ځوانه او ښکلې نه وم؟ ایا زه ښایسته او ځوانه پاتې کیدلی نه شوم!؟
من حیث د یوې مور:
پوښتنه کوم، د هغه زوی نه، چې د بل خور، مور،لور او ښځه ورته ړندې او پردۍ ښکاري او زما د پښو لاندې جنت لټوي؛ آیا هغوی اوبو راوړي او په اوبو لاهو کړي، نه د عزت وړ دي او نه هم ستا د مور په څېر د چا جنت نه دي او که زما درکړل شوې روزنه و تربیه کې کمی دی!؟
هو، من حیث د یوې لوستې، یوې رشنفکرې، یوې متمدنې پیغلې:
حق لرم چې پوښتنه وکړم، له ټولو هغو روشنفکرو او متمدنو نارینه وو څخه؛ چې زما خواخوږې دي، زما لاسنوی یې هدف دی، زما ملاتړ کوي، زما پرمختګ غواړي، زما تر شا درېږي، ماته لارښوونه کوي، ماته د تمدن، روشنفکری او پرمختګ درس راکوي ما د هرې غونډې هرې نمانځنې،بهیرونو، مېلمستیاو، مېلمستیا راکوي، ماته ستاینغونډي نیسي، سره ګلان او قیمتي ډالۍ راکوي؛ کله یې د دغه پرمختګ او تمدن درسونه خپلو مېرمنو ته ورکړي؟
لاسنولي/ سینګار شوې یې کومې میلمستیا ته بیولې، په ویاړ یې خپلو ملګرو ته معرفي کړې چې دا مې؛ مېرمن، لور، خور،مور، ننګور ده!؟
یا یې هم په ویاړ او جیګ سر نوم اخیستی چې زما د مېرمن او… نوم دا دی. که نه دغه هر څه د خدای لپاره یوازې ماته غواړي، نه چې دومره مسلمان دی چې حق اولیت د بل میرمنو ته ورکوي!؟
خلک هغه څه نه اوري، چې تۀ یې وایي!
خلک هغه څه وینې، چې ته یې کوي!
زه به من حیث د یوې ښځې هله خوشاله شم، کله چې ته کوم څه د ځان لپاره خوښوې زما لپاره هم خوښ کړي او یا هم ماته راکوي خپلو میرمنو ته دې هم ورکړي وي.
زه اتمِ مارچ د پورته ذکر شویو روشنفکرانو او زمونږ خواخوږو ټولو نارینو د کور میرمنو ته مبارکي وایم، چې ټول عمر یې زمونږ په خدمت و خواخوږی تیر کړی او دوی ته یې وخت نه دی پیدا کړی!!!