- لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
هر څه ځانته ښکلا لري، خو د بشر ښایست له هېڅ ښکلا سره ورته نه دی. د الله ج په دې ښایسته خلقت کې ښځه د بشري تاریخ په اوږدو کې د بشریت تر ټولو مظلوم ترینه طبقه بلل کېږي، لطیفه، نازکه او د احساس څښتنه ده.
زیاتره خلک ښځو ته په ټیټه سترګه ګوري، له دوی څخه د حیواناتو غوندې کار ورڅخه اخلي او د جنسي الې په سترګه ورته ګوري، تل غواړي په ډول ډول یې خطا باسي.
ښځې د اسلام تر ظهور وړاندې په عربو کې ژوندی ښخې کړل شوې؛ تر هغه وړاندې بیا ورته د پخواني چین په ټولنه کې د هغوی په قانون کې ذکر شوي وو چې ښځه د نړۍ پر مخ تر ټولو بې ارزښته موجود دی؛ رومانیو ورته د نااهله لقب ورکړی و او تر دې لا سپکه او حقیره ګڼل کېده چې په پینځمه پېړۍ کې مسیحانو پر دې خبره بحث کاوه چې ایا ښځه د نارینه غوندې روح لرونکی جسم دی او که نه؟
خو په اوومه مېلادي پېړۍ کې د اسلام له ظهور سره ښځې ته عزت او احترام ورکړل شو؛ ښځه یې د نارینه اړتیا وبلله؛ هغه یې د ژوند په پر مختګ کې له نارینه سره شریکه کړه او نارینه ته یې دا په ډاګه کړل چې ښځه که له یوې خوا د ټولنې نیمه برخه ده، خو له بلې خوا د خاوند لپاره ارام، ډاډ، خوښي او تسکینراوړونکې ده.
او نارینه یې پر دې مامور کړل چې ښځې مو لوی حمایت دی او د نارینه د کږېدلو پر مهال یې د هغه لپاره لکڼه وبلله. الله ج په قران کریم کې فرمایي:
“هغوی ستاسې جامه ده او تاسې د هغوی جامه یاست.”
- ـ ښځه د الله جل جلاله نرم خلقت دی؛
- د ماشوم لپاره فرښته ده؛
- د خاوند لپاره لباس ده؛
- ښځه د سکون سېمبول دی، د عزت خاونده او د زانګو ستره استاده، کوم چې نن په خپلو لاسونو د سبا امپراتور، عالم او یو لوی انسان زنګوي؛
- ښځه کله چې لور وي، پلار ته د جنت دروازه خلاصوي؛
- کله چې مېرمن شي، نو د خاوند ایمان تکمیلوي؛
- کله چې مور شي، نو تر پښو لاندې یې جنت پیدا کېږي.
پر دې اساس نو همدا ستر اعزاز دی چې اسلام ښځې ته عطا کړی دی.