د بریالي ګډ ژوند ۱۶ رازونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

موږ ټول له ځوانۍ را پر دېخوا په همدې سوچونو کې ډوب یو چې تر واده وروسته څنګه په زړه‌پورې، خوږ او بریالی ګډ ژوند ولرو. زیاتره وخت یوه جوړه د واده په لومړنیو میاشتو کې ښه سره خوشحاله وي، خو وروسته وروسته هر څه ګډ وډ شي، یا یو پر بل سخته مینه یې کمه شي. د همدې لپاره مو د بریالي واده او ګډ ژوند شل اړین ټکي درته لیکلي، نو له موږ سره یې په دې لیکنه ولولئ:
۱ – هغه/ هغې ته درناوی وکړئ: فکر او نظر ته یې احترام وکړئ، مهربانه اوسئ، په شخصي توکو کې یې جاسوسي مه پیلوئ (مبایل – کمپیوټر…)، ولې انلاین شوې، څه کوې، ولې یې کوې، له چا سره مسېج کوې او… دا پوښتنې مو باور ړنګوي او اړیکه بحران ته وړي. که څوک پاک‌نفسه انسان وي ستاسو له ویلو پرته ځان له پردیو نارینه‌وو او مېرمنو ساتلی شي.
۲ – هڅه وکړئ دا اړیکه وساتئ: که غواړئ تلپاتې اړیکه ولرئ، یو د بل تېروتنې او ماتې یو بل ته مه ورپېغور کوئ چې کینه پیدا کوي. تېر هېرېږي نه، خو لږ تر لږه یو بل ته یې مه یادوئ. هره ورځ له سره ژوند پیل کړئ، مه هېروئ چې د ژوند ملګری/ ملګرې مو د ژوندکولو او خوشحاله اوسېدلو حق لري، په زهرجنو خبرو یې زړه مه ورماتوئ.
۳ – غوږ ورته ونیسئ: مقابل کس ته مو سم غوږ شئ، انسان دی که یو دم مو فکر بلې خواته واوښت او بېرته مو پام شو چې هغه راته غږېده، نو داسې تمثیل مه کوئ چې ولا پام مو و، بښنه ترې وغواړئ او بېرته یې پر خبرو تمرکز وکړئ. که ستونزه یې لرله، هرومرو غواړي اورېدونکی ولري، تاسو ورته غوږ شئ، مهمه نه ده چې حل یې کړئ، مازې پرې یې ږدئ چې زړه درته خالي کړي.
۴ – هغه مو باید د ژوند لومړیتوب وي: که کورنۍ او ملګري مو ستاسو له خاوند/ مېرمنې سره جوړ نه راتلل، دښمني مه ورسره کوئ، د خپل خاوند/ مېرمنې له څنګه ودرېږئ له نورو تېر شئ، سپینه یې درته ووایو کله چې یو له بله جنسي ګټه اخلئ، ایا په یاد کې راولئ چې له همغه کسه درو ګټه اخلئ چې رټلې/ رټلی مو دی. د دې خبرې پوهاوي لپاره همدومره بسنه کوي چې ووایو، له ملګرو او کورنۍ سره کوروالی نه شئ کولی، ځکه ګناه او تېری ګڼل کېږي، خو یو له بله یې کولی شئ، نو تر یو بله نږدې کس بل درته نشته.
۵ – اړیکه مو پیاوړې کړئ: بده خبره مو چې وکړه، بښنه وغواړئ. پر خاوند/ مېرمن مو د تورو (کلماتو) بریدونه مه کوئ.
۶ – باور ساتئ او ناوړه ګټه مه ترې اخلئ: که خاوند/ مېرمن کومه پټه خبره درباندې وسپارله، هېچاته یې مه وایاست، آن پلار او مور ته مو هم. که داسې خبره یې درته وکړه چې د هغه/ هغې د ضعف ټکی و، نو په شخړو کې ځان ته وسله مه ترې جوړوئ.
۷ – له خوی سره یې ځان برابر کړئ: که اندېښنه یې درلوده، ټینګه غېږه ورکړئ او آرامه یې کړئ ښایي همدا اوس سخته اړتیا درته لري. که نه یې غوښتل کومه خبره درته وکړي، ټینګار مه کوئ. که کومه غونډه کې تېروتنه ترې وشوه، د خلکو له مخې جنجال مه کوئ، ګوښي ورته ووایئ چې ولې یې هغسې کار وکړ.
۸ – مینه درسره لرم: دا واړه واړه توري دي، خو ستر مفهوم یې رغولی. دا عادي خبره نه ده، یو غټ احساس پکې پروت دی. کله چې د زړه له کومې چاته وویل شي، آن اوښکې بهوي، نو یو بل ته دا ستر احساس هر وخت ولېږدوئ او ورته ووایئ.
۹ – هره ورځ په مینه پیل کړئ: تاسو هر سهار د سهارنۍ په خوړلو پیلوئ، لږ وخت خو هغه/ هغې ته هم ورکړئ، ډېر نه لس دقیقې یو هغه غېږ کې ونیسئ، ښکل یې کړئ، خوږې خبرې ورته وکړئ.
۱۰ – یو بل ته وخت ځانګړی کړئ: که ډېر مو ژوند بوخت و، هېڅ نه بېکاره کېدلئ، هغه د بېکارۍ لس دقیقې مو هغه/ هغې ته ځانګړې کړئ.
۱۱ – پر شونډو یې موسکا خپره کړئ: لاس یې ښکل کړئ، پر ښیښه ورته یوه مینه ییزه خبره ولیکئ، پر ورغوي یې د خوب پر وخت ورته ولیکئ چې مینه مو ده. ډالۍ ورکړئ، ټوکه پرې وکړئ او نور…
۱۲ – مرسته وکړئ: که مرستې یې اړتیا وه، بې له ځنډه یې خواته ورشئ او مرسته ورسره وکړئ. هغه که هر ډول مرسته وي.
۱۳ – خپلواکي مو ساتئ: په ګډ ژوند دومره هم ځان مه غرقوئ چې د شخصیت رغول او هغه ته وده ورکول مو هېر شي، ځکه نړۍ روانه ده او تاسو به هم ورسره روان وئ.
۱۴ – یو بل ومنئ: که چېرې د واده مو ډېر کلونه وتلي وي او غواړئ چې بیا هم د واده د لومړیو ورځو خوږلني تجربه کړئ، یو بل ومنئ، هر ډول چې یاست. هر انسان انساني کمزوري او نیمګړتیاوې لري، نو رټل پرېږدئ او یو بل خوا کې ونیسئ.
۱۵ – بېځایه غوښتنې مه کوئ: یو له بله داسې څه وغواړئ چې ویې کړی شئ.
۱۶ – یو له بل سره ځانونه زاړه کړئ: زده کړئ چې څنګه باید یو له بل سره زاړه شئ. ځینې کسان په دنده او اولاد روزنه کې دومره سره ورک شي چې کله یې د ژوند د ملګري/ ملګرې د ژوند وروستي کلونه یا شېبې وي بیا ورپام شي چې وخت رانه تېر شو. په ژړاګانو هېڅ هم نه کېږي، یو بل سره او یو د بل لپاره زاړه شئ، نه د نورو لپاره.