د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پيلیز لوبغاړي شهزاد محمدي د نړیوال ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړ کې د خپل ځان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۱۲ مه نیمه سلیزه جوړه کړه.
شهزاد محمدي د ایرلینډ خلاف د تیرې سیالۍ وروسته د ویسټ انډیز خلاف هم خپله نیمه سلیزه جوړه کړه او د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې مخکښ نیمه سلیزه جوړونکی شو.
شهزاد محمدي لا د وړاندې دغه ریکارډ د ځان په نوم کړی و، خو د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د منع شویو درملو په استعمال سره د بندیز یو کلنه موده کې ترې محمد نبي عیسی خیل مخکې شوی و. ویکټ کیپر بیټسمین شهزاد محمدي د بندیز ټاکلې مودې څخه د بیرته راستنیدو سره ۳ نیمه سلیزې جوړې کړې او بیرته لمړي مقام ته را ورسید.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله کې تر دې مهاله د ۱۲ نېمه سلیزو جوړولو سره شهزاد محمدي لمړی، محمدي نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری او رحمت شاه زرمتی په ۱۱ نېمه سلیزو جوړلو سره دویم ځای کې قرار لري.
د یادونې وړ ده، چې شهزاد محمدي په همدې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د افغانستان لپاره ۴ سلیزې هم جوړې کړې دې، چې ورپسې رحمت شاه زرمتی د ۳ سلیزو جوړلو سره دویم ځای لري.