پر خپل ښایست باور ولرئ!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
  • ژباړه: نسیمه محمدي

که څه هم نارینه هغو مېرمنې ته، چې خپلې روغتیا او ښکلا ته ارزښت ورکوي، ډېرې خوښوي، خو د مېرمنې طبیعي ښکلاوې زیاته خوښوي، نسبت دېته چې د یوې سینګار شوې نانځکې چې لاس وروړل شاید د سر درد او ستونزې لامل شي. هغه مېرمنې چې په وسواسي بڼه د خپلې څېرې په اړه اندېښمنې دي، انګېري نارینه دوی ته لېواله نه دي، ځکه دا حالت د دروني ناامنۍ او عدم اعتماد ښکارندويي کوي.
څه باید وشي؟
د دې لپاره چې د خاوند په نظر کې د ښکلې او ښایسته ښکارېدلو هڅې مو برعکس پایله ونه لري، کولای شئ دا دوې لارې امتحان کړئ:

  • د سینګار، جامو او موډ په اړه د خپل کوژدن یا خاوند نظر وپوښتئ. حتمي نه ده ځان د هغوی له شخصي سلیقو سره منطبق کړئ، مګر ډېری مېرمنې په دې اړه د خپلو خاوندانو سره خبرې نه کوي. په دې اړه بحث د دې لامل کېږي چې په ګډه نوي موارد زده کړئ، چې د اړیکې په ګټه مو دي.
  • هڅه وکړئ ښایست له خپل درون څخه وپلټئ. پرته لدې چې څومره هڅه کوئ ښکلي ښکاره شئ، تل دا په یاد ولرئ، چې ښکلا ستاسې له درون بهر ظاهرېږي. کله چې د ځان په اړه له باطن ښه احساس ولرئ، له ځان څخه ښه پالنه هم کوئ او مېرمنې د نفس عزت محترم ګڼي او دا ښکلا حتماً له بېرون څخه ځان څرګندوي.